۸صبح، کابل: پرون په هرات کې د طالبانو د الفاروق ۲۰۷ قول اردو کارکوونکو پر څلورو کاسټرو بریدونه وشول، چې اوس د داعش خراسان ډلې د دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.
د داعش خراسان څانګې پورې اړوند وېبپاڼې اعماق سه شنبه د چنګاښ پر ۱۴ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه بریدونه د دوی دوو غړو لخوا شوي دي.
که څه هم داعش خراسان د دغو بریدونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ زیاته کړې يې ده، چې برید د دوی د دوو کومانډو غړو له خوا شوی دی.
سرچینو د دوشنبې پر ورځ وویل، چې په پرونیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول او تر ۲۰ زیات ټپیان شول.