طالبان مشرانو په تېرو څه کمو درېیو کلونو پرلپسې د داعش د ځپلو خبره کړې؛ خو هممهاله یې په افغانستان کې د داعش حضور رد کړی دی. دمګړۍ ځيني طالب چارواکي بیا په افغانستان کې د داعش له شتونه اندېښمن دي. د طالبانو له منځه سرچینې وايي، د داعش خراسان څانګې سلګونه جنګیالي چې پر افغانستان د دغې ډلې د واکمنېدو پرمهال له بندخونو خوشې شوي وو، بېرته یې فعالیت پېل کړی دی.
طالب مشرانو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې یې داعش ځپلی او ټينګار یې کړی چې دا ډله په افغانستان کې نه شته. اخوا، ځینې هېوادوال بیا دا ادعاوې ناسمې بولي او وايي چې داعش په افغانستان کې شته او طالبان یې په ځپلو کې پاتې راغلي. داعش خراسان څانګې په تېرو څه کم درېیو کلونو کې په افغانستان کې د لسګونو مرګونو چاودنو پړه منلې.
د طالبانو له منځه ځینو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې داعش د افغانستان په ځينو سیمو کې شته او د دغې ډلې رژیم یې اندېښمن کړی دی. دا سرچینې مني چې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت له پرځولو وروسته، سلګونه داعش جنګیالي له بندخونو تر خوشې کېدو وروسته بېرته د جګړو لیکو ته ورستانه شوي.
سرچینو د اندېښنې په څرګندولو منلې چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته داعش د ځان لپاره جنګیالي استخدام کړي. د سرچینو په حواله، د داعش غړو د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته نفوذ کړی.
سرچینې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ولیکل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «هغه نوملړ چې له موږ سره دی، سلګونه داعشي بندیان د جمهوریت له ړنګېدو وړاندې او وروسته د افغانستان له بندخونو خوشې شوې دي. دا بندیان نږدې د افغانستان له ټولو ولایتونو وو چې ډېری یې د کابل څرخي پله په زندان کې بندیان و. ټول لېست له موږ سره شته چې هر داعشي له ۱۰ تر ۱۶ کالو بند باندې محکوم و چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له بندخونو وتښتېدل.»
دا سرچینې زیاتوي: «موږ هېڅ انکار نه شو کولای چې داعش نه شته. داعش په ټول افغانستان کې شته. له دوو تر درېیو کالو موده کې یې ځانته جنګیالي استخدام کړل. داعشیان ډېر جنګیالي لري او په دې دوو درېیو کالو کې یې ډېر کسان استخدام کړي. دمګړۍ د اسنادو له مخې، د داعش مرکز کونړ او ننګرهار دی؛ خو دا ډله په ټولو ولایتونو کې حضور لري.»
اخوا، په هرات کې د داعش له مرګوني برید وروسته د طالبانو سیمهییزو چارواکو د داعش پر واقعي حضور اعتراف کړی او دا یې د اندېښنې وړ ګڼلې. په هرات کې د طالبانو له منځه یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، د هرات په محمدیه ښارګوټي کې مرګوني برید چې لامله یې شپږ کسان ووژل شول او پړه یې داعش ومنله، طالبانو ته ټکان ورکړی. سرچینه وايي: «دا برید د هغو کسانو له خوا چې په درېیو موټرسایکلونو سپاره وو، وشو. اوس د اندېښنې خبره دا ده چې که دا د داعش کار وي، داعشیانو څنګه درې موټرسایکلونو لرل. څنګه یې د برید لپاره وسلې تیارې کړې وې او څنګه یې له وېرې پرته پر لمونځ کوونکو برید وکړ. د دغو داعشي موټرسایکل سپرو له تېښتې او غېبېدو وورسته ډېری طالب چارواکي اندېښمن شوي.»
بل پلو، یو ځل بیا طالب چارواکو ادعا کړې چې داعش ډله په افغانستان کې نه شته. په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له ایراني خبري اژانس ایرنا سره په مرکه کې ویلي چې د داعش موخه د طالبانو تر واک لاندې له «افغانستانه نړۍ ته د ناامنۍ پیغام رسول» دي. نوموړي په افغانستان کې د داعش بریدونو ته په اشارې ویلي چې دا ډله په هېواد کې هېڅ فعال مرکز نه لري او ښايي د افرادو په چوکاټ کې حضور ولري.
څو ورځې دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما په یو راپور کې ویلي و چې د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په افغانستان کې د داعش د بریدونو لامله لږترلږه ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان دي.
د یوناما په خبره، په دغو بریدونو کې زیاتره شیعهګان په نښه شوي دي. د راپور پر بنسټ، د جنورۍ له ۶مې تر ۱۱مې په کابل ښار کې د لاسي بمونو درېیو چاودنو لږترلږه ۷۹ ملکي وګړي وژلي یا ټپیان کړي دي.
بل پلو، د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې مشر کامچيبېک تاشیف په بشکېک کې د همګټو هېوادونو ناستې ته ویلي چې په «افغانستان کې د اورپکو ډلو حضور» د دغه هېواد پولې ګواښي. نوموړي د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو ډېروالی د همګتو هېوادونو سوېلي پولو ته ریښتینی ګواښ بللی دی.