د امریکا د خزانې وزارت په افغانستان کې د بېوزلۍ د مخنیوي په موخه دغه هېواد ته د خوړو، درملو او نورو موادو د لېږد اجازه ورکړه. د امریکا د خزانې وزارت د اعلان له مخې، دغه اقدام د امریکا له تحریمونو متاثرو سیمو ته د بشردوستانه مرستو او نورو توکو د صادراتو اړوند دی. امریکا ویلي، چې طالبان او نور تحریم شوي کسان لا هم د تحریمونو په نوملړ کې پاتېږي. تر دې وړاندې پاکستان او چین د طالبانو پر وړاندې تحریمونه، د افغانستان په ګټه نه دي بللي او له امریکا یې غوښتي، چې تحریمونه لرې او د افغانستان بانک ارزي زېرمې ازادې کړي. امریکا د کابل تر سقوط وروسته، د افغانستان ۹.۴ میلیارده ډالره ارزي زېرمې کنګل کړي دي.
طالبانو د زمري پر څلورویشتمه کابل ونیوه او تېر حکومت یې سقوط کړ. له دغو تحولاتو وروسته امریکا په دغه هېواد کې د افغانستان ارزي زېرمې کنګل کړې. ورته مهال د نړیوالې ټولنې مرستې او له افغانستان سره د پیسو راکړه ورکړه هم بنده شو. د دغو مرستو له بندېدو سره هممهاله افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړل. مرستهکوونکو ادارو افغانستان کې بشري حالت د اندېښنې وړ بللی او له افغانانو سره یې د بشري مرستو غوښتنه کړې ده. له دغو خبرداریو وروسته د امریکا د خزانې وزارت د جمعې پر ورځ د تلې پر دویمه د دوو عمومي جوازونو په صادرولو سره له افغانانو سره د بشري مرستو له دوام ملاتړ او افغانستان ته د خوړو، درملو او نورو موادو د لېږلو جواز صادر کړی دی.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي، دغه پرېکړه یې د امریکا له تحریمونو څخه متاثره سیمو ته د بشردوستانه مرستو د لېږلو په موخه کړې ده. دغه وزارت ویلي، چې امریکا به د طالبانو او نورو هغو کسانو چې د دغه هېواد د تحریمونو په نوملړ کې شامل دي، لغوه نه کړي. د دغه جواز له مخې، له طالبانو او نورو هغو کسانو سره چې د امریکا له لوري تحریم شوي، معامله کول منع دي. د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول څانګې مشرې اندریا ګکي ویلي: «زموږ تحریمونه به د طالبانو، حقاني شبکې او نورو تحریم شویو ادارو پر وړاندې دوام ومومي.»
امریکا په داسې حال کې د طالبانو پر وړاندې د لګول شویو تحریمونو پر دوام ټينګار کوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا غوښتي، چې خپل تحریمونه لغو او د هغوي له دولت سره د تعامل لار ونیسي. متقي ویلي، چې طالبان له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. نوموړي پر طالبانو اقتصادي فشارونه، د نړیوالې ټولنې په تاوان بللي دي. د متقي په باور، پر طالبانو اقتصادي فشار د هغو کسانو په ګټه تمامېږي، چې غواړي نړۍ ته زیان واړوي.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي، چې دغه وزارت ژمن دی، چې له افغانانو سره د بشري مرستو د رسولو پروسه او هغه کړنې چې د انسانانو لومړنۍ اړتیاوې تامینوي، تسهیل کړي. د دغه وزارت د اعلان له مخې، هغه هېوادونه او ادارې چې له افغانانو سره د مرستې تکل لري، باید د دغه هېواد له مالي موسسو، نړیوالو سازمانونو، د پانګونې د اختلافاتو د حل نړیوال مرکز، د افریقا د پرمختیايي بانک ډلې، د اسیا پراختیايي بانک، د اروپا د بیارغونې او پرمختیايي بانک، د سره صلیب نړیوالې کمیټې، د سرې میاشتې له نړیوال فدراسیون او له اسلامي پرمختیايي بانک سره دې همغږي وکړي.
د امریکا د خزانې وزارت د جواز له مخې، افغانستان ته کرنیز توکي، درمل او طبي تجهیزات، خواړه، کیمیاوي کوډ او تولیدي توکي د صادرولو اجازه لري. همداراز یاد وزارت ویلي، هغو کسانو ته چې د امریکا تر تحریم لاندې دي، هر ډول مالي راکړه ورکړه بنده ده.
امریکا په داسې حال کې د خوراکي توکو او درملو د صادرولو جواز ورکړی، چې د طالبانو له لوري د ولایتونو او کابل تر سقوط وروسته امریکا د افغانستان بانک ۹.۴ میلیارده افغانۍ کنګل کړې دي. امریکا ویلي، د افغانستان بانک هر ډول شتمني چې په دغه هېواد کې شته، د طالبانو په واک کې یې نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز خبري اژانس په جون میاشت کې د امریکا د فدرال مرکزي بانک او د افغانستان بانک د بیانیې پر استناد راپور ورکړ، د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه، د افغانستان د سرو زرو خښتې، چې بیه یې ۲۵۶ میلیاردو او ۷۷۰ میلیونو او ۱۰۱ زرو افغانیو چې معادل یې ۱.۳۲ میلیارده ډالره کېږي، د امریکا په دغه بانک کې ساتل کېږي. رویټرز د ۲۰۲۱ میلادي کال په جون میاشت کې د افغانستان بانک له قوله ویلي، چې دغه بانک په بهر کې د ۶.۱ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده، چې د دغو اسنادو ډېره برخه د ارزښتلرونکو پاڼو په چوکاټ کې دي.
د یادولو وړ ده، چې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته د خلکو اقتصادي ستونزې څو برابره زیاتې شوې دي. له هغه وخته چې طالبانو د کابل واګې په لاس کې اخیستي، بهرنۍ مرستې او پراختیايي پروژې بندې شوې دي. طالبان هم د امریکا د تحریم په نوملړ کې دي او دې چارې د خلکو پر ورځنیو کارونو سېوری غوړولی دی. ځینو د بېوزلۍ د پراختیا له کبله د کډوالۍ لار نیولی او ځیني نور بیا د کور توکي پلوري.