د استانبول غونډه د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو او د هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره طلايي او تاریخي فرصت دی. د ټولو لوریو استازي باید په سیاسي پوهې، پاک نیت او ملي اهدافو سره په دغه ناسته کې ګډون وکړي. د داسې هېواد لپاره چې له څه د پاسه څلورو لسیزو راهیسې په جګړو کې ښکېل دی، ډېر لږ دا ډول فرصت برابرېږي. د استانبول غونډه د افغانستان لپاره یو مهم فرصت دی چې باید ترې سمه ګټه پورته شي. د ټولو لوریو ملي او هېوادنی مسوولیت دی چې اجازه ورنه کړي دا مهم او تاریخي فرصت له لاسه ووځي.
د استانبول په ناسته کې، اصلي خبرې اترې د جمهوریت او امارت ترمنځ دي. که دا غونډه درېيم لوری هم ولري، د ناستې فرعي اړخ به وي. مهمې برخې، د استانبول غونډې د اصلي لوریو دریځونه، نظریات او وړاندیزونه له دې مخکې عمومي شوي دي. د دواړو لوریو استازي په دغه ناسته کې وړاندې کولو لپاره د خپلو طرحو د چمتو کولو په حال کې دي. تراوسه روښانه نه ده چې د دوی په طرحو کې د افغانستان د سولې او راتلونکي لپاره کوم موضوعات او جزیات شامل دي. جوته ده چې ددغو طرحو ډېری مسایل به هغه نظریات او وړاندیزونه وي چې له دې وړاندې په بېلابېلو فرصتونو کې اعلان شوي دي.
د جمهوریت او امارت د نظریاتو او وړاندیزونو ډول ډول والي او توپیر ته په پام سره به د دواړو لوریو طرحې هم مختلفې وي. په عین حال کې، دا طرحې ګډ ټکي هم لري. د استانبول په غونډه کې، هغه څه چې د بحث او ناندریو لامل کېدای شي، ددغو طرحو بېلابېل ټکي او مسایل دي. په پای کې باید دواړه لوري دا مسایل حل او د افغانستان او د هېواد د سیاسي راتلونکي په اړه د سولې لارې د نقشې په توګه د یوې واحدې طرحې په توګه هوکړې ته ورسېږي. که دغې موخې ته ونه رسېږي، د استانبول ناسته به بې پایلې پای ته ورسېږي او دواړه لوري به جګړې ته دوام ورکړي.
د افغانستان لوړې ګټې دا ایجابوي چې د دواړو لوریو استازي باید د دوو طرحو د غالب او مغلوبولو په لټه کې نه وي. لومړی دا کار د مذاکراتو د اصولو پرخلاف دی، دوهم د خبرو اترو د ماتې لامل کېږي. ښکاره ده چې نه د جمهوریت او نه هم د امارت طرحې په یوازې د افغانستان سیاسي او د سولې طرحې نه شي کېدای. د لارې دا نقشه باید د دواړو لوریو د طرحو له سمون او یو ځای کولو برابره شي. له دې امله، غوره ده چې د جمهوریت او امارت استازي په دې اړه مذاکراتو ته په اصولي توګه دوام ورکړي او د طرحو د یو بل د مخالفت ټکي په ځیرتیا او سیاسي پوهې سره لیرې کړي.
د جمهوریت او امارت د طرحو حاصل باید په افغانستان کې د جګړې د دایمي پای ته رسېدو او د تلپاتې سولې او همداراز د واک د ستونزې د اواري لپاره وي. ددغې طرحې له مخې، باید په افغانستان کې د واک تاریخي کړکېچ د تل لپاره له منځه ولاړ شي. د واک عادلانه وېش، فرصتونه، شتمني او خدمات یې اصلي موخې وي. د افغانستان کلتوري، عقیدتي، ژبني او قومي جوړښت ته پام وکړي او د وګړو سیاسي او مدني آزادیو ته درناوی ولري. د نظام کارندوالی تضمین کړي او ټاکنو ته د واک د لېږد د یوازیني ډېموکراتیک بهیر په توګه ارزښت ورکړي. پرته له هغې به افغانستان تلپاتې سولې ته ونه رسېږي.
د افغانستان د لانجې اصلي برخه د یوه لوري دیکتاتوري، ځان غوښتنه او د یوه یا څو لوریو ځپل او له منځه وړل دي. که د جمهوریت او امارت د طرحو حاصل د لارې داسې نقشه وي چې د یوه لوري له خوا پر بل اړخ د واکمنۍ لامل شي، د عملي کېدو چانس به یې لږ وي. له دې امله، اړینه ده چې د استانبول د سولې طرحه ـ په هغه صورت کې چې داسې یوه طرحه ترلاسه شي، باید په افغانستان کې د تل لپاره د کړکېچ ریښې له منځه ولاړې شي. پرته له هغې، لیرې ده چې افغانستان تلپاتې سولې او ثبات ته ورسېږي.
تمه کېږي چې د جمهوریت او امارت استاري په ځیرتیا او سیاسي پوهې سره د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي. دوی باید پر خپلو دریځونو د ټینګار پر ځای د تلپاتې سولې موضوع ته پاملرنه وکړي او د اصولي مذاکراتو په ترسره کولو یوې سمې هوکړې ته ورسېږي. ټینګار کېږي چې د استانبول غونډه د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو طلایي فرصت دی. نو دا فرصت باید په کینې، ځان غوښتنې او د یو بل په نه منلو سره له لاسه ورنه کړل شي.