۸صبح، کابل: د جاپان حکومت اعلان کړی چې د هغو ۱۱۴ افغانانو د پناه غوښتنه یې منلې چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه وتلي دي.
جاپاني چارواکو دا خبره د چهارشنبې په ورځ د سرطان په ۲۱مه کړې ده.
د دوی په وینا، دغه شمېر افغان پناه غوښتونکي چې ډېری یې په افغانستان کې د جاپان د اړوندو ادارو د سیمه ییزو دفترونو کارکوونکي او د هغوی کورنۍ دي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې جاپان ته رسېدلي دي.
د معلوماتو له مخې، دغو پناه غوښتونکو پرون د جاپان د مهاجرت له دفتر څخه د پناه اخیستو اسناد ترلاسه کړل.
د يادونې وړ ده، چې د جاپان حکومت هغه کسان چې د جايکا په دفتر او په کابل کې د دغه هېواد په سفارت کې يې د سيمه ييزو کارکوونکو په توګه کار کړى، د کډوالو په توګه مني.
جاپان تر دې دمه ۱۳۲ افغانان د کډوالو په توګه منلي دي.