۸صبح، کابل: د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د ځای بدلولو په غبرګون کې ویلي چې دغه ډله امریکايي بېپیلوټه الوتکې وېروي.
د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي دا څرګندونې چهارشنبه د وري پر ۱۵مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلې دی.
نوموړي زیاته کړې: «د امریکا بېپیلوټه الوتکې طالبان ډیر ډاروي.»
د کندهار په فضا کې د بېپيلوټه الوتکو د ګزمو له زیاتېدو وروسته، په دغه ولایت کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې هبتالله اخوندزاده پنجوايي ولسوالۍ ته لېږدول شوی دی.
سرچینې وايي چې د نوموړی د دغې ډلې ۲۰۵ قول اردو کمپ ته تللی دی.
د هبت الله د ځای بدلولو لامل له احتمالي بریده وېره ښودل شوې ده.