۸صبح، کابل: د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) مشر ایمانقلي تاسماګمبتوف یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښ په هکله اندېښنه ښودلې ده.
تسماګامبتوف دوشنبه د غبرګولي پر ۱۴مه د قزاقستان په الماتا ښار کې د امنیتي بلاک د پارلماني شورا په ناسته کې ویلي چې افغانستان له پولې بهر د ګواښونو سرچینه ده.
هغه زیاته کړې ده: «افغانستان، د بې ثباتۍ اصلي مرکز، په منځنۍ اسیا کې له پولو بهر د ننګونو او ګواښونو سرچینه، اوس هم د سازمان د پاملرنې په مرکز کې دی.»
نوموړي دغه راز د ملګرو ملتونو، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او د شانګهای سازمان له خوا د افغانستان د کاري ډلې د جوړېدو طرحې ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
ده همداراز څرګنده کړې چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولو پياوړتيا په برخه کې د ګډ امنيتي تړون سازمان د موخهییز پروګرام د طرحې د تصويب وروستۍ پړاو بشپړ شوى دى.
ټاکل شوې چې د تاجکستان د پولو د تينګښت طرحه د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې چې د روان کال په پای کې جوړېږي تصویب شي.
په افغانستان کې د ترورېزم په ځانګړې توګه د داعش ګواښ ته پاملرنه، مسکو ته څېرمه د کروکاس ښار له برید وروسته زیاته شوې چې په ترڅ کې یې ۱۴۴ کسان ووژل شول او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شول.
روسي چارواکو ویلي چې دا برید په افغانستان او پاکستان کې تنظیم او تمویل شوی او دوه بریدګر چې تاجکستانیان دي، د ترکیې له لارې روسیې ته دننه شوي وو.
ورته مهال تېره ورځ قزاقستان، طالبان چې له تروريستي ډلو سره د اړيکو په لرلو تورن دي په دغه هېواد کې د تروريستي او ممنوعه ډلو له نوملړه و اېستل.