۸صبح، کابل: د امريکا، هند، جاپان او استراليا مشرانو د سيمې د امنيت په موخه په يوې ګډې ناستې کې ويلي، چې د افغانستان په اړوند خپل ډيپلوماټيک، اقتصادي او د بشري حقونو سياستونه به همغږي کوي.
د دغو څلورو هېوادونو مشرانو د جمعې پر ورځ د تلې/ميزان پر دويمه د «QUAD» په نوم ناسته جوړه کړه. د دغو هېوادونو مشرانو په دې ناسته کې افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزې او د ترهګرو ډلو له لوري د دغه هېواد خاوره د پټنځایه په توګه پر نه کارونې ټينګار وکړ.
همدارنګه دغو هېوادونو ټينګار وکړ، چې راتلونکې مياشت به د ملګرو ملتونو د ۲۵۹۳ پرېکړهليک له مخې له ترهګرۍ سره د مبارزې او بشردوستانه مرستو په برخه خپله همکاري ډېروي.
په دې ناسته کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د نورو هېوادونو پر ضد د دغه هېواد د خاروې پر نه کارونې ټينګار وشو.
ورته مهال دغو هېوادونو، ترهګرو ډلو ته هر ډول مالي، لوجيستکي او د نظامي ملاتړ غندنه کړې او ويلي يې دي، چې دا ډول ملاتړ هغوی ته دا وړتيا ورکوي چې پر نورو هېوادونو بريدونه وکړي.
امريکا، جاپان، هند او استراليا په دې ګډې بيانيې کې له طالبانو غوښتي، هغه افغانان چې د وتلو تکل لري، خوندي لار ورته رامنځته او د ميرمنو، ماشومانو او لږکيو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.
همدارنګه په دې ناسته کې په سویلي آسیا کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، اقليمي ناورين او د سيمهييز امنيت پر پيچلتيا هم خبرې وشوې.