۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي، چې کرن ډیکر د دغه سفارت د نوې شارزدافیرې په توګه ټاکل شوې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت پخواني شارزدافیر مککري یکشنبه د زمري پر ۹ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې کرن ډیکر د افغانستان لپاره د امریکا د نوې شارزدافیرې په توګه ګومارل شوې ده.
مککري زیاته کړې: «په روانه اوونۍ کې به زه د افغانستان لپاره د امریکا د شارژدافیر په توګه خپل ماموریت پای ته ورسوم، زه د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې کار کوم. موږ د یوه ستراتیژیک ملګري په توګه د قطر حکومت دوستانه ملاتړ ستایو.»
نوموړي ویلي: «خوښ یم، چې د تېر کال په اوږدو کې مو وکړی شوای، په افغانستان کې دننه او بهر له ډېرو افغانانو سره همکاري وکړو؛ خو زه لا هم له ډېرو ننګونو سره چې افغانستان کې ورسره مخ یو، متواضع یم.»
مککري یادونه کړې، چې د تېر کال په اوږدو کې یې له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې خبرې او د تېر کال له اګسټ وروسته یې افغانستان ته د ۷۷۵ میلیونو امریکايي ډالرو بشردوستانه مرستې تیارې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې مېرمن کرن ډیکر د ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰ پورې په کابل کې د امریکا سفارت د مرستیالې په توګه دنده لرله.