یو شمېر کابل ښاریان ادعا لري چې برېښنا شرکت له پرلپسې پرچاویو سره سره د اصولو خلاف له هغوی پيسې اخلي. دوی وایي چې ددغه شرکت کارکوونکي د برېښنا د لګښت میترونه په سمه توګه نه ارزوي او د لګښت پیسې په خپل زړه په بلونو کې لیکي. د ښاریانو په وینا، که څه هم د برېښنا په مصرف کې یې کوم بدلون نه دی راغلی، خو په دوو پرلپسې پړاوونو کې د برېښنا د لګښت په بلونو کې د پام وړ توپیر لیدل کېږي. یو شمېر ښاریانو د برېښنا د لګښت بلونه د ۸صبح په واک کې ورکړي دي. په یوه مورد کې د یوې کورنۍ د برېښنا د یوې دورې د لګښت بل د تېرې دورې کابو ۴۰ برابره دی. سربېره پر دې، یو شمېر نور کابل ښاریان د برېښنا له پرچاوۍ او نشتوالي شکایت لري، د هغوی په وینا دوی په ژمي کې منظمه برېښنا نه لرله چې جدي ستونزې یې ورته رامنځته کړې دي. خو برېښنا شرکت د خلکو ادعاوې ردوي او وايي چې هېڅکله د مشتریانو حسابونو ته اضافي پیسې نه لیکل کېږي. د مسوولینو په وینا، که هېوادوال د برېښنا د لګښت په پیسو قناعت نه لري، د نه قناعت فورمه دې ډکه کړي چې مشکلات یې وارزول شي.
که څه هم د برېښنا شرکت له خوا په بلونو کې د اضافه پیسو لیکل نوې خبره نه ده، خو یو شمېر هېوادوال د برېښنا شرکت پر دغه کار په نیوکې سره وايي چې دوی له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او ددغو پیسو د ورکولو وس نه لري. د کابل ښار د تایمني اوسېدونکی عتیق الله چې په یوه لوړپوړیزه ودانۍ کې اوسېږي وايي: په دغه ودانۍ کې څوارلس کورنۍ ژوند کوي چې هره یوه ځانګړی میتر لري. د هغه په وینا، له دې امله چې ددغې ودانۍ لپاره د اوبو یوه زېرمه موجوده ده او د برېښنا د لګښت یو ځانګړی میتر هم ورته لګول شوی خو ددغه میتر مصرف د کال په ټولو میاشتو کې یو شان دی او پیسې یې تل توپیر لري. خو هغه زیاته کړه چې ددغه میتر د برېښنا د لګښت پیسو په تېرو دوو دورو کې د پام وړ توپیر درلود.
د هغو بلونو له مخې چې د ۸صبح په واک کې یې ورکړي، د روان کال په تلې او لړم میاشتو کې د برېښنا لګښت کابو ۲۹۸ کیلوواټه ثبت شوی، خو دا کچه د لیندۍ او مرغومي په میاشتو کې څلور زره او ۱۳۴ کیلوواټو ته رسېدلې ده. په همدې توګه د لړم او لیندۍ میاشتو د برېښنا د لګښت پيسې ۸۹۲ افغانۍ دي، په داسې حال کې چې د لیندۍ او مرغومي میاشتو د لګښت پیسې ۳۵ زره او ۸۶۵ افغانیو ته رسېدلې دي. دا شمېر پیسې د کابل ښاریانو لپاره د منلو وړ نه دي؛ ځکه د هغه په باور، د مصرف شوې برېښنا کچه یو شان ده او یوازې د برېښنا په بل کې د پیسو کچه توپیر لري. عتیق الله عتیق ووېل: «په اوړي کې هوا ګرمه ده او ډېرې اوبه مصرفېږي، خو د یخنۍ په موسم کې سره له دې چې کمې اوبه ټانکۍ ته پورته کوو، پیسې یې زیاتې راغلې. موږ یوازې ذخیرې ته اوبه پورته کوو او یو څراغ روښانه دی، تل یو شان استفاده کېږي، ښایي دا کچه لږ کمه او زیاته شي خو څه ډول کېدای شي چې ۴۰ سلنه زیاتوالی پکې راشي.»
هغه زیاته کړه چې ددې ستونزې د اواري لپاره یې برېښنا شرکت ته مراجعه کړې، خو ددغه شرکت مسوولینو د نوموړي غوښتنو ته هېڅ پام نه دی کړی. د عتیق الله په وینا، د برېښنا شرکت مسوولینو اړوندې برخې ته سپارښتنه کړې چې ددې موضوع د څېړلو لپاره فورمه ډکه کړي چې یو پلاوی وټاکل شي، خو مسووله برخه د فورم ورکولو ته نه ده حاضره شوې. هغه ووېل: «اړوندې برخې فورم ورنه کړ او وې وېل چې ولې مو پیسې بانګ ته ورکړې، لنډه دا چې د قناعت وړ ځواب یې رانه کړ.»
نورحبیب د کابل ښار یو بل اوسېدونکی دی، هغه هم د برېښنا شرکت له کړنو سرټکوي او وایي چې ددغه شرکت کارکوونکي له لګښته زیاتې پیسې د هغه په حساب کې لیکلې دي. د نوموړي په وینا، په تېرو دوو دورو کې یې د برېښنا د لګښت پیسې یو ځل درې سوه او دوهم ځل اتلس زره او ۵۰۰ افغانۍ لیکل شوې دي. نور حبیب دا پیسې د منلو وړ نه بولي او وايي: «له دې سره سره چې په وروستیو میاشتو کې مو یو شان برېښنا مصرف کړې، د بېلګې په توګه مو بایلر، تلویزیون، څراغونه او یخچال کارولي او کوم اضافه مصرف مو نه دی کړی، خو د لګښت پیسې یې دوه ځله له یو بل سره ډېر توپیر لري. په لومړۍ دوره کې ۳۰۰ افغانۍ وې، خو په بله دوره کې شل زره افغانۍ زما په حساب کې لیکل شوې دي. دا شمېر پیسې د منلو وړ نه دي.» هغه ادعا وکړه چې برېښنا شرکت اضافه پیسې خلکو ته لیکي او ددغه شرکت کارکوونکي پرته له دې چې میتر وګوري د خلکو په حساب کې په خپل زړه پیسې لیکي.
له بلې خوا یو شمېر نور هېوادوال په کابل ښار کې د برېښنا پر نشتوالي او پرچاوۍ نیوکه کوي او وايي چې دا بهیر د دوی لپاره د اقتصادي زیانونو لامل شوی دی. د آش جوړولو شرکت خاوند رحیم الله وايي چې څلور کارکوونکي لري، خو د ژمي په موسم کې د منظمې برېښنا د نشتوالي له امله یې کارونه په ټپه ولاړ دي او د مشتریانو اړتیاوې نشي پوره کولی. هغه ووېل: «څلور کار کوونکي لرم او مجبور یم چې هره میاشت یې معاش ورکړم، له بلې خوا، په ژمي کې منظمه برېښنا نه لرو یوازې د شپې له خوا منظمه برېښنا لرو چې کارکوونکي مې کار نه کوي، د ورځې برېښنا نشته او د مشتریانو تقاضا نه پوره کېږي. همدا اوس مې ډېر مشتریان له لاسه ورکړي، د برېښنا نشتوالي ډېرې ستونزې راته جوړې کړې دي، د دستګاه او کارکوونکو لګښتونه نشم پوره کولی.»
دا په داسې حال کې دي چې په وروستیو میاشتو کې د کابل برېښنا منظمه نه ده، دا بې نظمي کله په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله وي. افغانستان له ازبکستانه کابو ۴۰۰ کیلواټه برېښنا پېرلې چې په نشتوالي کې یې د برېښنا له کمښت سره مخامخ کېږي، که څه هم له کورنیو سرچینو هم برېښنا برابرېږي، خو کورني تولیدات د هېوادوالو لپاره بسنه نه کوي.
اخوا، برېښنا شرکت بیا له خلکو د زیاتو پیسو اخیستل ردوي او وايي چې ددغه شرکت مسوولین د برېښنا د لګښت په اړه ځواب وايي. د نوموړي شرکت ویاند وحید الله توحیدي ۸صبح ته ووېل چې برېښنا شرکت هېڅ وخت د خپلو مشتریانو په حساب کې اضافي پیسې نه لیکي. د هغه په وینا، کله چې هېوادوال د خپل برېښنا د لګښت په اړه قناعت ونه لري، د نه قناعت فورم ډکولی شي چې د برېښنا شرکت کارکوونکي په سیمه کې حاضر او ستونزې یې له نږدې وڅېړي. توحیدي زیاته کړه، په هغه صورت کې چې کومه تخنیکي ستونزه رامنځته او اضافه پیسې اخیستل شوې وي، دا شرکت یې بېرته ورکوي.
هېوادوالو له دې مخکې په ځلونو د برېښنا له نشتوالي او د برېښنا د زیاتو پیسو له اخیستو شکایت کړی دی. یو ځل ولسي جرګې هم برېښنا شرکت تورن کړی و چې د قانون پرخلاف له خلکو اضافه پیسې اخلي. جرګې همداراز وړاندیز کړی و چې له فساده د مخنیوي لپاره، د برېښنا بلونه په میاشتني ډول هېوادوالو ته ولېږي، خو دا غوښتنه تراوسه نه ده عملي شوې. د وېلو ده چې په دې وروستیو کې د کابل ښار برېښنا تر ډېره د تخنیکي ستونزو له امله بنده شوې ده.