ځانمرګی برید د هاموې موټر په واسطه د عامه نظم ځواکونو پر امنيتي پوستې شوی چې پکې اتلسو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړل شوی دی.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر ۸صبح ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، برید سهار شاوخوا څلورنيمې بجې د شېرزادو ولسوالۍ اړوند په ګندمک سيمه کې د عامه نظم پر قرارګاه شوی.
خبرپاڼه کې راغلي چې په برید کې ۸ سرتېري وژل شوي دي، خو يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ۸صبح ته وي، چې په دغه برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
د ياد برید مسووليت طالبانو په غاړه اخيستی.
د یو بل خبر له مخې له ځانمرګي برید وروسته د شېرزادو ولسوالۍ بلال جومات سره نږدې د امنیتي ځواکونو له لورې له چاودېدونکو توکو ډک مازده ډوله موټر چې غوښتل یې جلال اباد ښار کې چاودنه وکړي، موخې ته تر رسېدو وړاندې نیولی دی.





