د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد د ټولټاکنو وروستۍ پاېلې اعلان کړې چې پکې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړو نوماندانو تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلي؛ خو بیا هم راضي نه برېښي.
دغه کمېسیون یکشنبه د فبرروۍ پر ۱۱مه له درې ورځني ځنډ وروسته د ټولټاکنو پاېلې اعلان کړي چې له مخې یې په پارلمان کې د ۲۶۴ څوکیو له منځه ۹۳ یې د خان ملاتړو نوماندانو خپلې کړې دي.
ورته مهال، ورپسې مسلم لیګ نون ګوند له ۷۵ څوکیو سره په دویم کتار کې دی او د هغو ګوندونو له ډلې شمېرل کېږي چې په یوازې ځان یې دا څوکۍ ګټلي دي.
هر ګوند چې په پارلمان کې له ۲۶۵ څوکیو ۱۶۹ څوکۍ وګټي، په یوازې ځان کولای شي حکومت جوړ او لومړی وزیر وټاکي.
دې ته په کتو، تر اوسه یو ګوند هم بریالی شوی نه دی چې دا شمېر څوکۍ وګټي او دا د دې لامل شوی چې ځینو ګوندونو د ایتلافي حکومت د جوړېدو لپاره خبرې اترې پېل کړې دي.
په دې لړ کې د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند د بېلابېلو ګوندونو او خپلواک کاندیدانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې.
بلخوا، د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند پلویانو اعلان شوې پاېلې نه مني او باوري دي چې له دې ډېرې څوکۍ یې ګټلي دي.
هغوی خبرداری وکړی چې په پراخو لاریونونو لاس پورې کوي.
ورته مهال، پرون د تحریک انصاف او مسلم لیګ ن ګوندونو مشرانو په ټاکنو کې ځانونه بریالي اعلان کړې دي.
له بلې خوا، د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له ۶۰ ساعته ځنډ وروسته د ټاکنو پاېلې اعلان کړې چې له کبله یې پراخو نیوکو ته لار هواره کړه او په هېواد کې د سیاسي ګډوډیو د رامنځته کېدو اندېښنو ته یې لمن ووهله؛ هغه موضوع چې پرون د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال عاصم منیر یې په اړه خبرداری ورکړی و.