۸صبح، کابل: افغان کرېکټ ملي لوبډلې له سیالې سریلانکايي لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۵۵ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه.
دا لوبه یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه د سریلانکا په پالیکلي لوبغالي کې وشوه.
سریلانکا د لوبې پچې له ګټلو وروسته، د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په زیان ۳۰۸ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۳۰۹ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې په خپله پاڼۍ کې یاد هدف پوره نه شو کړای او ټوله لوبډله په ۱۵۳ منډو وسوځېده.
افغانستان د دغې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هم د ۴۲ منډو په توپیر ماتې منلې وه.
ټاکل شوې د دغه سریز درېیمه او وروستۍ لوبله راروانه چهارشنبه وشي.