د مشر مقام په ټولو انساني ټولنو کې مهم دی. د بشر په تاریخ کې یو شمېر مشرانو د خپلو خلکو په آزادۍ، پرمختګ او د حالت په ښهوالي کې مهم رول لرلی دی او نوم یې په ټول څو زره کلن انساني تمدن کې انګازې کړې دي، څه په حیرانوونکې پوځي مشرۍ سره، څه په کاریزماتیکې سیاسي مشرۍ او څه په عارفانه معنوي مشرۍ سره.
په نوې نړۍ کې د مشرۍ کلاسیک مفهموم له اعتباره لوېدلی او د نویو مفاهیمو په راتګ سره، مشري پر یوې نوې علمي څانګې بدله شوې ده. د دغې پوهې په مرسته، مشري د یوه هنر او زده کېدونکي مهارت په توګه د ټولنې اډانې ته دننه کیږي او د یو یا څو کسانو پرځای په بېلابېلو برخو کې د مشرانو یو نسل راڅرګندېږي، په سیاست کې له مشرۍ نیولې، تر اقتصاد، صنعت، ټکنالوژۍ او علم کې تر مشرۍ پورې.
له همدې امله د وینسټون چرچیل، جنرال دوګل، جمال عبدالناصر، مهماتماګاندي، نیلسن مانډلا او مارټين لوټرکینګ نومونه، د سټيوجابز، بیل ګيټس، ایلان ماسک او ان ملالې یوسفزۍ، ټونبرګ او ورته کسانو د نومونو ترڅنګ راځي. د مشرۍ په نوي موډل کې، د یوه کس پرځای د مشرانو یوه شبکه رامنځته کیږي چې په خپل منځ کې دندې سره وېشي او د بریالیتوب د معلومولو معیار یې دا دی، چې څومره مشران د ځان ترڅنګ راولي او په یوه ټيم کې کار کوي. په دې موډل کې مشري وخت لرونکې ده، مدام العمر مشران نشته او د نویو مشرانو په پرلهپسې راتګ سره، د یوې ټولنې یا یوه سازمان رګونو ته تازه وینه جریان پیدا کوي.
خو په افغانستان کې مشري له غمه ډکه کیسه ده چې لږ ترلږه د امان الله خان له دورې نیولې تر نننه پورې، هم د دولتي مشرانو اوهم د سیاسي بهیرونو د مشرانو کارنامې له پرلهپسې ماتو، سختو ستړیاوو او کله هم له ترخه او د زړه سوي وړ پای سره ملې پاتې شوې دي. ځینې دغه ماتې د افغانستان پر وضعیت اغېز لرونکو سیمهییزو او نړیوالو ناانډوله مناسباتو ته ورګرځي، خو لویه برخه یې د مشرۍ په موډل او د مشرانو په نیمګړتیاوو پورې تړلې ده. په دودیزو ټولنو په تېره بیا هغو ټولنو کې چې د موعود منجي په ظهور باور لري، د مشرانو د ناکامۍ یو لامل د انساني عامل په فعالیت بې باوري ده چې نور ځواکونه او عوامل بې مانا کوي. په موعود منجي باور په اصل کې له «زردښت» آیین نه راځي چې ګواکې په راتلونکې کې «سوشیانت» ظهور کوي څو د ټولنې ناورینونه او غمیزې پای ته ورسوي.
سوشیانت په یهودیت کې په «مسایا» په مسحیت کې په «مسیحا» او په اسلام کې په «موعود مهدي» بدلیږي. په دې باور کې د غیبي او متافیزیکي عواملو پر وړاندې د انسان رول خپل رنګ بایلي او په کلتور او ټولنې کې د تمې، بې عملۍ، د خپل ځان پر وړتیاوو د بې باورۍ، ډیټرمنیزم، تسلیمۍ، او بدمرغۍ روحیه خپرېږي.
خو پرکلاسیکو باورونو سربېره، په دغو ټولنو کې د مشرۍ دودیز موډل چې وراثت پکې پیاوړی رول لري، د دې لامل کیږي چې مشري په میراثي بڼه ناکاره، نالایقو، بې ارادې او لټو زامنو او لمسیانو ته لېږدول کیږي، چې د مشرۍ د وړتیا له لرلو پرته پر دغې څوکۍ کیني. ترټولو لویه غمیزه دا ده چې مشران د خپلو پیروانو په نظر په خدايي شخصیتونو بدلیږي او د ټول عمر لپاره په مشرۍ کې پاتې کیږي، د دې اصل له درک کولو پرته چې د تاریخ هر مشر د کار مشخصه نیټه لري او تر هغه وروسته یې بار د پیروانو پر اوږو کیږي چې د هغه د شرمېدو زمینه برابروي، له همدې امله ده، چې په افغانستان کې هم دولتونه اوهم ګوندونه د ناکامۍ او ناکارندوالۍ ریکاډونه په خپل نوم ثبتوي او د ولسمشرانو تر ټولو لویه بریا یې «ماتې خوړلې دولته» کیږي.