پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ لا هم روانه ده، د رسنیو له لورې پر دې موضوع راپورونه او مرکې وشوې او نورې هم کېږي، ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه د پښتنو شور او زوږ جوړ دی، د پښتون ژغورنې (پيټياېم) مشر منظور پښتون د پښتنو د کلتور په ورځ لیکلي چې زموږ ملګري نن هم د کډوالو د خلاصون لپاره په لاریون بوخت وو. پاکستاني رسنیو هم د خپلو مقاماتو له خولې وار په وار دا خبر نشر کړی چې کډوال دې خپل وطن ته ولاړ شي، که نه وبه نیول شي او سزا به ور کړل شي.
تر دې وروسته به یو څوک فکر وکړي چې کډوال ولې خپل وطن ته نه ځي؟ هلته پر ځانو دومره ستونزې تېروي، بې اسنادو په پردي ملک کې اوسي، نو تر دې خو دا ښه ده چې خپل وطن ته کډه شي، دوی ولې دا کار نه کوي؟
ور سره جوخت دا پوښتنه هم د انسان ذهن ته ورځي چې پاکستاني چارواکي ښه پوهېږي چې له ډېره وخته دلته افغان کډوال خپل ځانګړي پنډغالي لري، یو شمېر يې د پاکستان له خوا د کډوالۍ کارتونه هم لري، یوه برخه کسان بیا دلته کډوال نه دي، له هېواده تازه پاکستان ته د تداوي یا نورو موخو لپاره ورغلي وي، پاکستاني عسکر پر کرښه هغوی ته د یو څو پیسو په مقابل کې اجازه ور کوي چې واوړي، لویو ښارونو ته پر تللو لارو د تلاشۍ پوستې بیا هغوی وشکوي، د مخته تلو اجازه ور کړي، کله چې لویو ښارونو ته ولاړ شي، هلته يې پولیس ونیسي او زندان ته يې بوزي.
پوښتنه دا ده چې ولې د اسنادو او بې اسناده کسانو توپير نه کېږي؟ بل دا چې ښار کې د کار او لار کې د مزل مهال نیول کېږي، نو ولې پنډغالي ته د کوچېدو خبرداری نه ور کوي او ولې هغه کسان پر پوله ور پرېږدي چې قانوني اسناد نه لري؟ کله چې تېر شي، بیا يې باید په لویو ښارونو کې هغوی نه ځورولای او نه يې زندان ته اچولای؟
په درېيم قدم کې هیواد کې حاکم نظامونه ولې په دې اړه جدي اقدام نه کوي؟ ولې د جمهوریت مهال دغه کډوال وطن ته بار نه شول او نظام يې غوښتنه ولې نه کوله؟ اوس ولې دا کار نه کېږي؟
په ترتیب سره به په دې درېیو اړخونو بحث وکړو:
له هغه وخته چې په هېواد کې جګړو زور واخیست، خلک ایران، پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوالۍ ته اړ شول، نو د دې کډوالو شمېر میلینونو کسانو ته رسېده، له هغه وخنته تر اوسه بیا په هېواد کې ټیکاو نه دی راغلی. پر لپسې جګړو، ورانیو، بېکاريو، د نظامونو سقوط او سختو ناکراریو خلکو ته اجازه نه ور کوله چې په ښه زړه هیواد ته ستانه شي.
بله خبر دا هم وه چې تر ډېره وخته دې پنډغالو کې له مهاجرو سره مرستې کېدلې، دوی دغه مرستې هم د ځان لپاره ښې ګڼلې، کله چې دا مرستې کمې شوې، د جمهوریت مهال يې ښه ډېر مهاجر کډه شول، خو بیا هم کافي شمېر کورنۍ لا پاکستان کې شته او دا کورنۍ نورې هم پراخې شوې دي.
د خلکو د نه تلو له ګڼو عواملو سره یو دا هم دی چې پاکستان کې ځینو کسانو پاکستانۍ تابعیت اخیستی، نورو بیا د کډوالۍ کارتونه تر لاسه کړي، یو شمېر يې په دې پلمه ځان تېر باسي چې وطن کې امن نه شته، دلته امن دی او پاکستان هم هر وخت سختي نه کوي، دا سختي یوازې دوی د خپلو سیاسي او اقصادي ګټو مهال شروع کړي. کله پر افغانستان فشار راوړي او کله له نړۍ څخه د همدې کډوالو په نامه مرستې تر لاسه کوي.
راځم دې ته چې پاکستان د کډوالو په حضور، پنډغالو او پر پوله د را تېرېدونکو کسانو په هره څه خبر دی، نو له لویه سره ولې ګام نه اخلي؟ یا دې ټول کډوال وشړي، یا دې ور تلونکي کسان په قانوني اسنادو ور خوشي کړي او داسې نور. دوی ولې له یوې خوا کډوالو ته د هستوګنې اجازه ور کړې او بل خوا يې کله ناکله ځوروي؟
پاکستان په دې کې دوې مهمې ګټې لري، یوه ګټه یې اقتصادي او بله ګټه يې سیاسي ده.
په اقتصادي برخه کې هم له کډوالو ګټه اخلي او هم له نړۍ، د دې مهاجرو پر سر هر وخت له ملګري ملتونو څخه د میلینونو ډالرو مرستې تر لاسه کوي، د دې مرستو کمه برخه پنډغالو کې شته کډوالو ته رسېږي، نورې ټولې د مفسدو واکدارو په تورو لاسونو کې ورکېږي.
دویم ګام کې له دې کډوالو يې دولت او سیمه ییز چارواکي دواړه ګټه وړي، په دولتي کچه له کډوالو یو څو کسانو ته د تابیعت کارتونه ور کوي، هغوی خپلې سترې پانګې همدلته پاکستان ته راوړي، دغه کسان چې د پاکستان او افغانستان دواړو بابعیتونه لري، د پاکستان لپاره د سرو زرو چرګ دی. نه یوازې خپلې پانګې پاکستان ته وړي، بلکې د افغانستان له خوا ځينې مهم شیان په قاچاق یا د سوداګرۍ له لارې پاکستان ته راوړي، پاکستان پر هغو پاکستانی لیبل لګوي او نړۍ ته يې د پاکستاني توکو په نامه وړاندې کوي. لکه د افغانستان لاسي غالۍ، یو وخت د هیواد جنغوزي ټول پاکستان ته تلل، د هلمند بهترینه سنګ مرمر او داسې نور.
سیمه ییز دولتي کسان بیا د تابعیت په کارتونو ور کولو سره له دې کډوالو هر وخت په لکونو پاکستانۍ کالدارې شکوي، دغه کارتونه هر وخت بلاک کېږي، په بېرته خلاصولو يې خورا زیاتې پیسې لګېږي. دغه کډوال چې هلته په اداره کې هر کار کوي، نو د پیسو په زور به يې کوي. له دې ور هاخوا څوک چې کارډ نه لري، هر وخت يې پولیسي تنګوي، پر دې چوک نیولی، پنځه سوه یا زر روپۍ ځنې اخیستې، پر دا بله دو راهي را ګرځولی، همداسې یو څه ترې بېلې کړې او دا يې بیخي په یوه کاروبار بدل شوی دی. هغه کسان چې له پولې بې اسنادو ور اوړي، هغوی لومړی پر پوله ولاړ عسکر شکوي، هر څومره چې يې وس په رسېږي، هغه ځنې وړي، بیا پر لارو پرتو پوستو کې عسکرو ورته کمین نیولی، د لارې موټروانان يې په ګرانو کرایو وړي، کله چې لویو ښارونو ته رسېږي، بیا د هغه ځی پولیسي يې نیسي، ور سره په جیب کې ټول شته ځنې وړي، څو ورځې يې زندان ته اچوي او بالاخره يې یوه ورځ تر پوله را اړوي، که ونه نیول شي، نو دا کسان د تداوي یا همدې ته ورته موخو لپاره هلته تللي وي، دوی له هېواده پانګه وړي او هلته يې لګوي، بېرته تش لاس هیواد ته را ستنېږي، د یوه کال حساب کې همدې پیسو ته وشي، نو په ملینونو ډالر کېږي، چې هر کال زموږ هیواده پاکستان ته انتقالېږي.
دویمه مهمه ګټه يې سیاسي ده، دغه کډوال په هیواد کې د نظامونو خوږ ګوته ده چې تر پاکستاني غاښ لاندې دي، هر وخت چې زموږ دولت له پاکستان سره پر جنجالي مسایلو یو څه جدي برخورد کړی دی، نو دوی تر غاښ لاندې ګوته باندې زور راوړی دی. په دې توګه يې زموږ کوکارې نړۍ ته ور اورولې او بېرته يې ځان ته محتاج کړي یو.
نه یوازې دا چې د کډوالو د ایستلو، یا نیولو له لارې فشار واردوي، بلکې د همدې مهاجرو ډلې ډلې کسان يې د جهاد او وطن د ازادۍ په نامه جنګ ته را لېږلي او جوړ نظامونه يې په تخریب کړي دي. دا مهاجر لږ کسان نه دي، په میلینونو کسان دي، افغانان بیا زیات ودونه هم کوي، ور څخه ښه ډېر اولادونه راوړي، نو که نن درې میلیونه کسان همالته وي، سبا ته څلور میلیونه کېږي، په دې توګه کمی نه کوي، بلکې لا زیاتېږي. تر هغو چې له ایران او پاکستان سره زموږ د دولتونو دغه موضوع حل نه شي، موږ به ارام او راحت ځنې ونه کړو، په هره طریقه به مو ذلیل کوي او نړۍ ته به مو رسوا کوي. د کډوالو له موضوع سره تړلي ځينې نور اړخونه هم شته چې یادول يې دا مقاله غټوي. د کډوالو او انصارو ترمنځ شخړې، تعامل، یوځای هستوګنه، د یوه او بل له خوا راوړلاړې ستونزې، ور سره تړلي نور مسایل به که ژوند و، یو بل وخت را وسپړو.
راځم دې خبرې ته چې ولې زموږ نظامونه د دې ستونزې حل ته جدي پام نه کوي، دغه مهاجر ولې هیواد ته نه ستنوي؟
لکه وړاندې چې مو وویل دا کډوالو څو زره یا څو لکه کسان نه دي، بلکې تر میلینونو يې شمېر رسېږي، زموږ د هېواد نازک اقتصادي او سیاسي حالت ته په کتو دومره ډېر شمېر کسان په لږ وخت کې هېواد ته را ستنول، د نظام او ملت دواړو لپاره په هره برخه کې سختې ننګونې را ولاړوي. د جمهوریت په وخت کې تر یوه حده دې ستونزې ته پام اوښتی و، مهاجر يې ستنول او په لومړي سر کې يې یو څه نغدي کومک هم د موسیسې په لاس ور کاوه، خو بیا هم دا ستونزه یو مخیزه حل نه شوه.
یو خوا دلته راغلي کډوال هم نه غواړي چې هېواد ته ستانه شي، په وطن کې د واکدارو هره ورځ له واکه را کوزول او بل پر کښېنولو د هغوی په اذهانو کې وېره کښېنولې ده. د هېواد بې برخلیکه نظامونه او بې ټیکاوه اقتصاد له هغوی د تلو اراده اخیستې ده. بل خوا په هیواد کې یو داسې پاک او متعهد نظام نه دی حاکم شوی چې هغه دې د خپلو ملي ګټو په رڼا کې دې ستونزې ته د حل یوه لار ژر را وباسي، تېر جمهوري نظام له یوه لورې په جنګ کې ښکېل و، بل طرف ته مفسدو او زورواکو د خپل فساد او له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله کاواکه کړی او د بې خودۍ حالته رسولی و.
د کډوالو موضوع د هر نظام لپاره حیاتي ارزښت لري، تر هغو زموږ نظامونه ثبات نه شي موندلای چې له ګاونډیانو سره دا ستونزه حل نه کړي. نظام به له ملت سره په ګډه د دې ستونزې حل ته تصمیم نیسي، ور سره په خوا کې له نړۍ والې ټولنې عاجلې مرستې هم تر لاسه کوي چې دا ستونزه د تل لپاره هواره کړي.