د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون ویلي چې اسراییل دې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او په خبره یې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو مخنیوي لپاره خپله ټوله هڅه کوي.
مکرون دوشنبه د اپریل پر ۱۵مه په یوه ټلویزیوني پروګرام کې ویلي چې فرانسوی پوځ د اردن په غوښتنه د شنبې پر شپې بیا د یکشنبې تر سهاره د ایراني ډرونونو او توغندیو د شنډلو عملیاتو کې برخه لرله.
نوموړي زیاته کړې: «موږ په اردن کې یوه هوايي اډه لرو او د دغو بریدونو په پاېله کې د اردن هوايي حریم نقض شوی و. الوتکې مو پورته کړې او هغه څه مو چې غوښتل، ومو کړل.»
د مکرون په خبره، ایران له خپلې خاورې پر اسراییل مخامخ برید سره «یوه ژور پرېکون» رامنځته کړی او په وینا یې، بل اړخ ته یې چې کوم د عکسالعمل امکان پرانېستی، ډېر خطرناک دی.
نوموړي یادونه کړې: «موږ د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره هر څه کوو او له همدې کبله هڅه کوو اسراییل قانع کړو چې د ایران د برید په ځواب کې تاوتریخوالی زیات نه کړي. موږ باید ایران منزوي کړو، باید د سیمې هېوادونو ته قناعت ورکړو چې ایران یو ګواښ دی او باید د ایران د اټومي پروګرام پر فعالیتونو فشارونه او بندیزونه ډېر کړو، څو په سیمه کې د سولې لپاره لار ومومو.»
دغه راز، مکرون زیاته کړې: «فرانسه د سیمې له ټولو هېوادونو سره غږېږي؛ خو دا امریکا ده چې د ایران د کابو کولو لپاره مهم رول لوبولی شي.»
له دې وړاندې یوه اسراییلي چارواکي له سياېناېن ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي و چې تل ابیب پر ایران د ځوابي برید هوډ لري.
ورته مهال د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامیرون هم له اسراییلو غوښتي چې غچ اخیستونکی برید ونه کړي.