۸صبح، کابل: د ایران په کرمان کې د بهرنیو وګړو او کډوالو برخې مشر ویلي چې د تېر یو کال په موده کې له دغه ولایته ۸۵ زره ناقانونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور په حواله، د ایران په کرمان کې د بهرنیو وګړو او کډوالو عمومي مشر روحالله خضريپور دوشنبه د وري پر ۲۷مه ویلي چې د کډوالو او پناهغوښتونکو موضوع یوه انساني ستونزه ده.
هغه یادونه کړې چې دمګړۍ کرمان د نویو کډوالو منلو ته تیاری نه لري.
خضريپور زیاته کړې: «د ۱۴۰۲ کال له پېله دغې ادارې بهرنیو اتباعو ته د اوسېدو هېڅ جواز صادر کړی نه دی او ځیني پخواني جوازونه تمدید شوي او پام وړ خلک چې د اوسېدو لپاره یې اسناد نه لرل، بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوې دي.»
دغه ایراني چارواکي زیاته کړې چې په روان کال کې به هم په جدي ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه وي او په خبره یې، کرمان له اسنادو پرته اتباع نه مني.
دا په داسې حال کې ده چې ایران د تېر یو کال په لړ کې په اجباري ډول زرګونه افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، یو شمېر کسانو د امنیتي او اقتصادي ستونزو له کبله د کډوالۍ لار ونیوله چې ډېر شمېر یې ایران او پاکستان ته تللي دي.