د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له لویديځو هېوادونو غوښتي چې له اوکرایینه خپل ملاتړ زیات کړي.
نوموړي دوشنبه د فبرورۍ پر ۲۶مه خبرداری ورکړی چې د مسکو وروستیو کړنو ته په کتو، ښايي روسیه په څو راتلونکو کلونو کې د ناټو پر غړو هېوادونو برید وکړي.
مکرون د پاریس کنفرانس په پرانېستغونډه کې چې له اوکریین سره د مالي مرستو او وسلو چمتوکولو په موخه د ۲۰ هېوادونو په ځانګړي ډول د لویدیځو مشرانو په ګډون جوړ شوی ویلي: «روسیه نه شي کولای په دې جګړه کې بریالۍ شي، باید پوه شو چې خپله د اروپا امنیت له ګواښ سره مخ دی. موږ د نن او سبا لپاره د خپل ټولییز امنیت د خوندي کولو په حال کې یو.»
نوموړي د روسیې مخالف سیاستوال الکسي ناوالني مرګ بیا د مسکو دریځ د جدي کېدو نښه بللې ده.
ورته مهال، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي چې په انلاین ډول یې دې کنفرانس کې برخه اخیستې ویلي: «موږ له یو بل سره د میلیونونو وګړو ژوند وژغوره او یو بل باید ډاډ ترلاسه کړو چې پوتین نه شي کولای هغه څه مو چې ترلاسه کړي، له منځه یوسي او نه شي کولای خپل تیري نورو هېوادونو ته هم وغځوي.»
تېر کال اروپايي ټولنې ژمنه وکړه چې اوکرایین ته د ۲۰۲۴ کال له مارچ وړاندې یو میلیون توپخانهيي مرمۍ واستوي؛ خو وروسته یې وویل چې کولای شي یوازې د دې شمېر ۵۰ سلنه ورکړي.
زلنسکي په کنایې وویل چې اروپايي ټولنه د کمو شویو مرمیو په استولو کې هم پاتې راغلې ده.
د فرانسې ولسمشر د اروپا د پوځي خپلواکۍ کلک ملاتړی دی او د بریټانیا په ګډون له اروپايي ځواکونو غواړي چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د ټاکل کېدو او له ناټو څخه د وتلو یا له اوکرایین سره د واشنګټن د پوځي ملاتړ د پای ته رسېدو په صورت کې له اوکرایین سره د مرستې په اړه نور ستراتیژیک پلانونه جوړ کړي.