د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو د جګړې په لومړۍ کرښه کې دوه کلي نیولي دي.
مسکو ټایمز چهارشنبه د مې پر ۸مه د روسیې دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد ځواکونو په خارکییف کې «کیسلیوکا» کلی او د «دونتسک جمهوري خلق» په سیمه کې د «نووکالینوو» کلی تر ولکې لاندې راوستی دی.
د نوموړي وزارت په خبره، بیګاه شپه وروسته له هغه چې کییف د هوايي بریدونو راپور ورکړ، د اوکراین د انرژۍ او پوځي تاسیساتو پر وړاندې یې ځوابي بریدونه کړي دي.
کیسلیوکا کلی د اوکرایني پوځي پوستې په ۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی او نووکالینوو کلی بیا د شمالي اودیوکا ښار په ۱۰ کیلومترۍ کې دی چې روسیې د فبرورۍ په میاشت کې نیولی و.
ورته مهال، اوکرایني چارواکو اندېښنه ښودلی چې ګواکې روسیه د دغه هېواد پر شمالختیځ یوه تازه برید ته په تیاري بوخته ده، داسې چې کییف د امریکا له خوا پوځي تدارکاتو ته په تمه دی.
تېره میاشت د اوکراین لوی درستیز ویلي و چې کییف له درېیو کلیو شاتګ کړی او له جبهې د دفاع په موخه د نورو تازه لیکو په رامنځته کولو بوخت دی.