روسي رسنیو په دغه هېواد کې د اوراسیا اقتصادي ټولنې (EAEU) مشرانو د غونډې جوړېدو خبر ورکړی دی.
د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې دا غونډه چهارشنبه د مې پر ۸مه په مسکو کې جوړه شي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين به هم د اوراسیا اقتصادي ټولنې د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
د اوراسیا غونډې مشري د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان کوي.
تمه کېږي چې د دغو هېوادونو مشران د اوراسیا اقتصادي ټولنې د ۱۰ کلن کار پایلې وڅیړي.
ټاکل شوې چې د دې غونډې د ګډونوالو ترمنځ سوداګریز تړونونه هم لاسلیک شي.
اوراسیا (EAEU) د دولتونو ترمنځ یوه اقتصادي ټولنه ده چې بیلاروس، قزاقستان، روسیه، قرغزستان او ارمنستان یې غړیتوب لري.
د دې ټولنې څارونکي هېوادونه ازبکستان، مالدووا او کیوبا دي.