د ایران په زاهدان کې سني دیني عالم او د جمعې لمانځه امام مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي د خپل برخلیک په ټاکلو کې د خلکو د رول پر ارزښت ټينګار کړی دی.
نوموړي دیني عالم جمعه د وري پر ۲۴مه ویلي چې خدای خلکو ته د خپل برخلیک ټاکلو حق ورکړی او په خبره یې، څوک ترې د سرغړاوي حق نه لري.
هغه د خپلو خبرو په دوام ویلي: «په اسلامي نظام کې د مسلمانانو خلیفه او امیرالمومنین د خلکو استازی دی او یوازې او یوازې د خلکو له خوا ټاکل کېږي نه د خدای له خوا.»
مولوي عبدالحمید ټينګار کړی چې خلک دې په خپله د خپل برخلیک په اړه پرېکړه وکړي او په وینا یې، دا هغه حق دی چې خدای ورکړی دی.
نوموړي د خلکو پر وړاندې د زور پر کارونې هم نیوکه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخوندزاده ځان د «خدای استازی» وباله او په عام محضر کې یې د سنګسار او درو وهلو پر سزاوو ټينګار کړی و.
د یادونې ده چې طالبان په افغانستان کې پر ټولټاکنو باور نه لري او په هېواد کې یې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز لګولی دی.