د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان بن عبدالعزیز سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پوځي همکاریو په هکله خبرې کړې دي.
جيونيوز د دې سفر او ليدنې په هکله چهارشنبه د مارچ پر ۲۰مه د پاکستان پوځ د وياند په حواله خبر ورکړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د «سیمې د سولې او امنیت، دفاعي او امنیتي همکاریو په ګډون د دوه اړخیزو ګټو» پر یو شمېر مسایلو خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې بن سلمان د دواړو هېوادونو اړیکې د «ورورګلوۍ او پیاوړې» بللي او ویلي یې دي چې ریاض او اسلاماباد د یو بل په دفاع کې ولاړ دي.
د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د دفاع وزیر خالد بن سلمان بن عبدالعزیز، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر مساعد بن محمد العیبان، د سعودي د استخباراتو ادارې مشر خالد بن علي الحیدان او د پوځ لوی درستیز جنرال فیاض هم ګډون لرلو.
دا لیدنه دوه ورځې وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان پر خوست او پکتیکا د پاکستان د هوايي بریدونو په پایله کې اته ملکیان وژل شوي او د طالبانو او پاکستاني پولهساتو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.