پرون د پکتيکا او خوست ولايتونو د سپېرې او برمل ولسواليو خلکو د روژې سهار د پاکستاني الوتکو او د هغو له لوري د بمونو د غورځولو د چاودنو په غږ سره پيل کړ. ویل کیږي دا برید په خیر پښتونخوا کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر پوسته د پاکستاني طالبانو د برید په غبرګون کې شوی دی. د افغانستان پر خاوره د پاکستان له دغه هوايي بریده دوه ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستان د امنیتي ځواکونو د پوستې له دېوال سره وجنګېد او چاودنه یې وکړه. دې چاودنې د پوستې دېوال ویجاړ کړ او د ورننوتو لاره یې پرانېسته. ورپسې شپږ بریدګر پوستې ته وردننه شول او هلته یې له مېشتو ځواکونو سره جګړه پیل کړه. د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې پنځه پاکستاني پوځیان په موټر بم چاودنه کې وژل شوي او دوه نور له شپږو بریدګرو سره په نښته کې وژل شوي او پاکستاني پوځیانو ټول بریدګر وژلي دي. د ورپسې ورځې په پای کې د پاکستان نوي ولسمشر اصف علي زرداري د دغو پوځیانو د ښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ، د هغوی تابوتونه یې په خپلو اوږو ولېږدول او د غچ اخیستو ژمنه یې وکړه. د دوشنبې په ورځ د جنورۍ پر ۱۸مه، سهار وختي د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونه پیل شول. نو کېدای شي چې پر افغانستان د پاکستان برید د ټي ټي پي پر ضد د اسلام اباد یو غچ اخیستونکی برید وي.
له بلې خوا په شمالي وزیرستان کې د میرعلي پر پوسته له برید څو ساعته وروسته، د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) د یوه قومندان حافظ ګل بهادر په مشرۍ ډلې چې ویل کیږي په افغانستان کې میشته ده، د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست. د پاکستان پوځ هم پرون اعلان وکړ چې د ټي ټي پي د یوه بل قوماندان عبدالله شاه پر کور یې برید کړی دی. ځايي سرچينو هم رسنيو ته تاييد کړې، چې د پاکستان په بريدونو کې د ټي ټي پي ډلې يو شمېر غړي وژل شوي دي. نو دا شک نور هم پياوړی کیږي چې د پاکستان بریدونه غچ اخیستونکي وو. پوښتنه دا ده، چې د پاکستان حکومت ولې ځان ته اجازه ورکوي چې د بل هېواد ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړي او خپلې پوځي الوتکې د بل هېواد خاورې ته د بریدونو لپاره ور دننه کړي؟ په اصل کې پاکستان ولې په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره مبارزه نه کوي؟ او ایا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په ترهګریزو بریدونو کې د افغان طالبانو د ښکېلتیا نښې لیدل کیږي؟
په تېره نیمه پېړۍ کې پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د افغانستان پر برخلیک اغېز لرلی دی. دا اغېز په دې دلیل دی چې په خپلې خاوره کې یې د افغانستان د میشتو دولتونو مخالفو ځواکونو پناه ورکړې او په خپله خاوره کې یې روزلي او تجهیز کړي دي. د دغه بهیر پیل د محمد داوود خان په دوره کې وشو او د خلقیانو د واکمنۍ پر مهال یې زور واخیست. هغه ځواکونه چې وروسته د «مجاهدینو» په نوم مشهور شول او اووه ګوندونه یې جوړ کړل، په پاکستان کې وروزل شول. د پاکستان پوځ د دغو جهادي ځواکونو په رهبرۍ کې خلاص لاس درلود. کله چې جهادي ځواکونه (مجاهدین) پر دې بریالي شول، چې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت نسکور کړي او واک ته ورسېږي، پاکستان دا ځل د مجاهدینو د حکومت مخالف وسله وال ځواکونه( طالبان) وروزل او تجهیز کړل. طالبان د پاکستان په پوځ او حکومت پورې دومره تړلي دي، چې ان د دې ډلې سرحدي نښتې او له اسلام اباد سره لفظي شخړې له پاکستانه د طالبانو د خپلواکۍ د تثبیتولو لپاره یوه هڅه بلل کیږي. بل خوا، دا ډول هڅې پر دې نه دي بریالۍ شوې چې طالبانو ته د پاکستان له نیابتي ډلې یوې خپلواکې او ملي ډلې ته ارتقا ورکړي. له همدې امله، کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، پاکستاني چارواکو یې هرکلی وکړ. تر هغې وروسته يې د دغې ډلې په ګټه لابي پيل کړه او تر څو چې وتوانېدل د دغې ډلې د ویاندانو او د ګټو د ساتونکو په توګه یې عمل وکړ. دغه حالت ډېر دوام ونه کړ او شرایط ډیر ژر بدل شول. اوس ظاهراً د دواړو خواوو تر منځ اړيکې ګرمې نه دي. له بلې خوا په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګیدو وروسته، بېلابېلو ترهګرو ډلو ته د طالبانو تر چتر لاندې پناه ورکړل شوې چې ټي ټي پي یوه له همدغو ډلو ده. د پاکستان حکومت چې ټي ټي پي یوه ترهګره ډله ګڼي، له تېرو څو کلونو راهیسې له دغې ډلې سره پر ګرمه جګړه بوخت دی. اوس چې ټي ټي پي ډله په افغانستان کې میشته شوې، اسلام اباد افغان طالبان د دې ډلې په ملاتړ تورنوي او په وار وار یې ترې غوښتي چې د دې ډلې مشران دې اسلام اباد ته وسپاري. خو افغان طالبانو دا خبره نه ده منلې. لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د ټي ټي پي د بریدونو څپې زور اخیستی، اسلام اباد پر افغان طالبانو تورونه زیات کړي دي.
یو له دغو تورونو دا دی چې د پاکستاني طالبانو تحریک د افغان طالبانو د نیابتي ډلې په توګه فعالیت کوي. تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان پرخاوره د دغه هېواد د بریدونو په تړا وویل، چې اسلام اباد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو د طالبانو په منځ کې ځینې کړۍ د پاکستان پر ضد جګړه کې له ټي ټي پي د خپلو نیابتي ځواکونو په توګه کار اخلي. په واقعیت کې د افغانستان د حریم د نقضولو لپاره دا ډول پلمې بې بنسټه دي. اسلام اباد د افغانستان خاورې ته د جنګي الوتکې په لېږلو سره ښيي، چې افغانستان خپله هغه فتحه شوې خاوره ګڼي چې د خپلو نیابتي ځواکونو (افغان طالبانو) له خوا اداره کېږي. که دا مسأله مطرح کوي چې ټي ټي پي نیابتي ډله ده، له ظاهر سازۍ پرته بل څه نه دي. افغان طالبان د پاکستان له حکومت سره کومه جګړه نه لري چې وغواړي له ټي ټي پي د نیابتي ځواک په توګه کار واخلي. ان که د داسې جګړې لپاره دلیل هم ولري، خپل نظامي او اقتصادي ځواک درک کوي او پر خپلو کمزوریو پوهیږي. نو که پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا نقضوي، دلیل یې دا دی چې په افغانستان کې ملي حاکمیت نشته او اسلام اباد دغه هېواد خپله مفتوحه خاوره ګڼي.
د اسلام اباد بل تور دا دی چې ټي ټي پي د «افغان چارواکو» له لارې له هنده پیسې ترلاسه کوي. دغه افغان چارواکی چې تر اوسه یې پاکستان نومونه نه دي اخیستی، له طالبانو پرته بل څوک نه شی کېدای. د پاکستان پوځ د افغانستان پر خاوره د برید په کولو سره ښايي ډیلي ته پیغام استوي او خبرداری ورکوي چې د ټي ټي پي د ملاتړ په تړاو له چا سره ټوکي نه لري. دا چې ډیلي ته دا ډول پیغام مستقیماً نشي استولی، لامل یې د هند نظامي او اقتصادي ځواک دی. پاکستان د هند پر وړاندې چانس نه لري او ملکي حکومت او د پاکستان پوځ پر دې ښه پوهیږي، له همدې امله د افغانستان پربې وسه او کمزوري هېواد برید کوي، څو وښيي چې د ټي ټي پي او د هغوی د ملاتړو د بریدونو پر وړاندې بې پروا نه دی. پاکستان پوهیږي چې په افغانستان کې طالبان ان که وهم غواړي بیا هم دومره پوځي ځواک نه لري چې بالمثله مقابله وکړي او خپلې جنګي جټ الوتکې چې له لویه سره یې لري نه، پورته کړي. نو په افغانستان باندې د پاکستان د برید تر شا دوه دلیله شته. لومړی دلیل دا دی چې په افغانستان کې ملي حاکمیت نشته چې له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي، پر دې بنسټ، پاکستان هغه خپله فتحه شوې خاوره ګڼي او ځان ته دا حق ورکوي چې هلته خپلې الوتکې واستوي او خپل دښمنان وځپي. دویم لامل د افغانستان کمزورتیا ده. ان که له ټي ټي پي د طالبانو ملاتړ واقعیت هم ونه لري، پاکستان خپل توغندي توغوي څو د نړۍ نورو برخو ته خپل پیغام ولېږي.
دا چې پاکستان ولې په خپله خاوره کې له ټي ټي پي سره مبارزه نه کوي، له یوې ترهګرې ډلې سره د دغه هېواد په مبارزې کې رېښه لري. افغان طالبانو د یوې ترهګرې ډلې په توګه د پاکستان په خاوره کې پناه ځایونه او ملاتړي لرل، لکه نن چې پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې پناه ځایونه او ملاتړي لري. د افغانستان جمهوري دولت په تېره یوه نیمه لسیزه کې له طالبانو سره وجنګېد، خو په پای کې یې ماتې وخوړه. دا چې افغان دولت نه شوای کولای طالبان وځپي، یو دلیل یې د پاکستان په خاوره کې د دې ډلې پناه ځایونه وو. افغان حکومت دومره لوړ پوځي ځواک نه درلود، چې ځان ته حق ورکړي چې د اسلام اباد په څېر د بل هېواد په خاوره کې خپل دښمن په نښه کړي، له همدې امله اړ و چې په افغانستان کې دننه له خپل دښمن سره مقابله وکړي، خو طالبانو د خپل ځواک د نوي کولو ځای درلود. هرکله چې تر یوه بریده ځپل کېدل، د ډیورنډ بلې غاړې ته به تلل، بیا به بېرته منظم کېدل او له ډېرو تجهیزاتو سره به بیرته راستنېدل. اوس له همدې تجربې په استفادې د پاکستان پوځ له یوې داسې ډلې سره د مبارزې سختي درک کړې چې په بل هېواد کې پناه او ملاتړ لري. اسلام اباد له ټي ټي پي سره د افغانستان په خاوره کې مبارزه کوي چې په واقعیت کې طالبان دې ته اړ کړي چې دغه ډله وځپي او مشران یې پاکستان ته وسپاري او یا یې لږ تر لږه د خبرو مېز ته کېنوي. د پاکستان پوځ پوهېږي چې که ټي ټي پي خپل ملاتړ او پناه ځایونه همداسې وساتي، په اسانۍ سره له منځه نه شي تللای. له همدې امله، تر دې مخکې چې مستقیماً ټي ټي پي ډله په نښه کړي، د هغې پناه ځای په نښه کوي.
وروستۍ پوښتنه دا ده چې ایا د ټي ټي پي په بریدونو کې د طالبانو د ښکېلتیا نښې لیدل کیږي؟ ځواب هو دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټي ټي پي حضور ته اشاره شوې ده. له بلې خوا د همدې راپور له مخې، د افغان طالبانو د ځواکونو یوه برخه د اسلام اباد پر وړاندې په جګړه کې د خپلو وروڼو (پاکستاني طالبانو) د مرستې لپاره د پاکستان خاورې ته دننه کیږي. یوځل خو هغه ځانمرګی بریدګر چې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې یې د پاکستان پوځی ځواکونه په نښه کړل، د افغان طالبانو غړی او د هلمند اوسېدونکی و.
پر دې سربېره، د ټي ټي پي د بریدونو بڼه د افغان حکومت پر ضد د افغان طالبانو د بریدونو له بڼې سره ورته والی لري او دا شک لا پیاوړی کوي چې د افغان طالبانو د بریدونو طراحان ټي ټي پي ته مشورې ورکوي. په کوچنیو ډلو د ټي ټي پي وېشل کېدل څو چټکې پریکړې وکړي او ناڅاپي بریدونه ترسره کړي، د طالبانو جګړیز تاکتیک ته ورته والی لري. هغه ځانمرګي بریدونه هم چې د ټي ټي پي له لوري کیږي، پخوا یې نوښت د افغان طالبانو په لاس کې و. د موټر بم په مټ برید او بیا پوځي مرکز ته ننوتل د افغان طالبانو یو بل تاکتیک دی چې اوس د ټي ټي پی له خوا عملي کیږي. د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د مارچ پر ۱۶مه برید یې یوه بېلګه ده. دا ټول د ټي ټي پي د بریدونو تر شا د افغان طالبانو د ښکېلتیا نښې ښيي. نو ان که د طالبانو عمومي تګلاره له پاکستان سره د جګړې مخنیوی وي او یا هم ورسره د ښکېلېدو لپاره هیڅ دلیل ونه لري، په دې ډله کې داسې کړۍ شته چې خپله روزي په جګړه کې ویني.