۸صبح، کابل: د طالبانو د سرپرست حکومت د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت ویاند محمدصادق عاکف ویلي، د دغه وزارت د نوي امر له مخې به محتسبان د چا پر شخصي حریم تېری نه کوي.
باختر خبري آژانس چهارشنبه د مرغومي پر پنځلسمه د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت ویاند له خولې لیکلي، د شرعي احکامو له مخې دې څوک د چا پر شخصي حریم تېری نه کوي او د چا تیلفونونه دې نه پلټي.
نوموړي ټينګار کړی، که کوم محتسب د خلکو پر شخصي حریم تېری وکړي، له دندې به لرې او قانوني چلن ورسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری هېوادوال د طالبانو د نویو محدویتونو په تړاو اندېښنه ښوولې ده. تازه بلخ کې د طالبانو د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت ویلي، که څوک جومات ته د لمانځه اداکولو په موخه لاړ نه شي، څارل کېږي.