په کندوز کې یو شمېر نایان وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر کارکوونکو تر پزې راوستې دي. دا نایان ټينګار کوي چې د خلکو په شخصي چارو کې د طالب محتسبانو د لاسوهنې له کبله یې کاروبار د پرځېدو له ګواښ سره مخ شوی دی.
په کندوز کې یو شمېر نایان وايي چې د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر کارکوونکو په تنګ کړي او په خبره یې، د طالب محتسبانو د فشار له کبله یې کاروبار له سقوط سره مخ دی.
دا نایان داسې مهال د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر له محتسبانو سر ټکوي چې ډېری خلک هر کال د اختر په راسېدو خپل وېښتان او ږیرې جوړوي چې په دې شپو او ورځو کې د نایانو کاروبار هم غوړېږي؛ خو د طالبانو دا ډول کړنو بیا د نایانو پر کار روزګار ناوړه اغېز کړی دی.
په کندوز ښار کې یو شمېر نایان ټينګار کوي چې د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر کارکوونکي په دوامداره توګه له سهاره تر ماښامه په ښار کې ګرځي راګرځي او په خبره یې، د هغوی د مشتریانو د ويښتانو او ږیرې له اصلاح کولو مخنیوی کوي.
اقبال (مستعار نوم) په کندوز کې یو نايي دی. نوموړی وايي چې د خلکو په شخصي ژوند کې د طالبانو د لاسوهنې له کبله یې ۸۰ سلنه مشتریان له لاسه ورکړي دي. د هغه په خبره، هېڅوک نه شي کولای په خپله خوښه ويښتان او ږیره جوړه کړي. دا نايي زیاتوي: «که د یو چا په ږیره یا ويښتانو کې خط واچوم یا یې سټایلي جوړ کړم او ماشین یې کړم، د امر بالمعروف کارکوونکي مې بندي کوي، دوکان راته تړي او ان د مشتري د سر ويښتان خريي. موږ اړ یو هغه کاروبار چې له برکته یې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوو، پرېږدو.»
په کندوز کې نایان ادعا کوي چې د امر بالمعروف کارکوونکو ترې «رزق او روزي» اخیستې او په وینا یې، د کاروبار مخه یې ورته نیولې ده. هغوی ټینګار کوي چې د دغې ډلې د لاسوهنې له کبله، نایان نه شي کولای خپل ورځني لګښتونه پوره کړي.
یو نايي ادعا کوي: «طالبانو خبرداری ورکړی که د نارینه په ږیره کې خط واچوم او د امر بالمعروف کارکوونکي مو ونیسي، لاسونه مو پرې کوي یا مو په هغو بندخونو کې اچوي چې له کانتینرونو یې جوړ کړي، له یوې اوونۍ تر شپږ میاشتو مو بندیانوي.»
په دې راپور کې د کندوز ښار څو نایانو منلې چې د خلکو د ږیرې او ویښتانو د اصلاح له کبله د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر کارکوونکي د ورځې له درېیو تر څلورو نایان له ځان سره بیايي او ان بندیان کوي یې.
بشیر (مستعار نوم) په کندوز کې یو بل نايي دی. هغه وايي چې اختر په رارسېدو دی او په خبره یې، مشتریان یې ډېر شوي دي. نوموړی زیاتوي که د مشتري په خوښه عمل ونه کړي، مشتري یې له دوکانه وځي او که د مشتري په خوښه عمل وکړي، په وینا یې، طالبان سزا ورکوي. بشیر زیاتوي: «موږ نه شو کولای د خپلو مشتریانو په خوښه کار وکړو؛ ځکه هره ګړۍ د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر کارکوونکي راځي او څارنه مو کوي.» نوموړی ټينګار کوي چې د طالب محتسبانو د لاسوهنې له کبله یې کاروبار د پرځېدو له ګواښ سره مخ شوی دی.
ورته مهال، د کندوز یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د سر ویښتانو او ږیرې اصلاح کول خصوصي حریم دی او په خبره یې، په دې برخه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر کارکوونکو په ګډون هېڅوک د لاسوهنې حق نه لري.
د کندوز ښار اوسېدونکی امید وايي: «دا چې زه په خپله خوښه ويښتان او ږیره سټایلي جوړ کړم، نايي ګرم نه دی؛ دا خپله د خلکو غوښتنه ده. د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر کارکوونکي خو په خپل ځای پرېږده، ان زموږ په خصوصي حریم کې د طالبانو مشر هم باید د لاسوهنې حق ونه لري، »
په کندوز کې نایان داسې مهال په دغه ولایت کې د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر محتسبانو له لاسوهنې تر پوزې راغلي چې طالبانو په ټول هېواد کې پر ښځينه سینګارتونونو هم بندیز لګولی او په بېلابېلو ښارونو کې یې د نایانو لسګونه دوکانونه تړلي او ځينې یې بندي او شکنجه کړي دي.
په کندوز کې یو شمېر نایان چې په کانتینرونو کې د زنداني کېدو تجربه لري وايي چې په ګرمۍ او یخنۍ کې په دغو ناوړه او ناانساني ځایونو کې ربړول شوي دي. طالبانو بیا هغوی ته ویلي چې «همدا مو سزا ده.»
په کندوز ښار کې نایان داسې مهال د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر محتسبانو له پرلپسې لاسوهنې شکایت کوي چې تازه د طالبانو غایب مشر ملا هبتالله د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د «شکایتونو اورېدلو قانون» په دوو فصلونو، ۲۱ مادو او یوې مقدمې کې تصویب کړی دی.