د طالبانو د رژیم ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، چې په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو موضوع تر اوسه نه ده ثابته شوې.
نوموړي په یوه تازه مرکه کې وویل، چې په دې اړه لا هم څېړنې روانې دي.
د طالبانو ویاند ونه ویل، چې د الظواهري د وژل کېدو په اړه به د دوی څېړنې کله بشپړې شي.
هغه دا هم روښانه نه کړه، چې د کابل په شېرپور سیمه کې د القاعدې د مشر د وژل کېدو په نوم د امریکا د بېپيلوټه الوتکې په ترسره شوي برید کې څوک وژل شوي وو.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن شاوخوا شپږ میاشتې مخکې اعلان وکړ، چې بېپيلوټه الوتکې یې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې وژلی دی.
تېره اونۍ د ملګروملتونو سازمان په یوه راپور کې وویل، چې القاعدې شبکې د خپل مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته خپل یو بل مخکښ غړی سیف العدل، چې د مصر اوسېدونکی دی او په ایران کې ژوند کوي، خپل نوی مشر ټاکلی.
ځینو څارونکو د طالب ویاند تازه څرګندونو ته حیراني ښودلې، چې څنګه القاعده له دومره نړیوال نظارت سره د بل مشر په ټاکلو توانېدلی، خو د طالبانو رژیم لا نه ده معلومه کړې، چې الظواهري کابل کې وژل شوی که نه دی وژل شوی.