۸صبح، کابل: د طالبانو مشر په یوه حکم کې د پنجشېر ولایت او د بغلان د اندراب ولسوالۍ لپاره عمومي پوځي مسوول وګوماره.
د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه د زمري پر ۳۰ د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د حکم په خپرولو ویلي، چې ملا عبدالقیوم ذاکر د پنجشېر ولایت او د بغلان د اندراب لپاره د عمومي پوځي مسوول په توګه ټاکل شوی دی.
ملا عبدالقیوم ذاکر د هلمند اوسېدونکی او د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال دی.
همداراز د طالبانو د مشر د حکم له مخې ملا محمد طیب حقاني د پنجشېر د امنیه قوماندان په توګه ګومارل شوی دی.
په همدې حال کې د طالبانو د دفاع وزارت د لوجستیک او تکنالوژۍ معین عطاالله عمري او د دې ډلې یو بل پوځي له خپلې دندو ګوښه شوی او د کرنې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
دغه ګومارنې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې په پنجشېر، بغلان او تخار ولایتونو کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.
په ترټولو تازه مورد کې پنجشېر کې د ۴۰ طالب جنګیالیو له نیول کېدو وروسته د بغلان په اندراب کې د مقاومت جبهې ځواکونو د کمین په پایله کې ۱۸ طالب جنګیالي مړه او ټپیان شوي دي.