د روژې نیمه شپه ده، په هرات کې د کورونو څراغونه بیا روښانه کېږي. ټول د اسلامي سپارښتنو او اصولو له مخې د پېشلمي لپاره راپاڅېږي او د روژې لپاره تیاری نیسي. خو هغه څه چې د هرات اوسېدونکو ته مزاحمت کوي، د جوماتونو له لاسپیکرونو د نعتونو ویل دي.
د هرات اوسېدونکی سهیل علي زاده وایي، په هغه سیمه کې چې نوموړی اوسېږي، ملا امامان د شپې له خوا لاسپیکرونه فعالوي، چې د ماشومانو په ګډون د کورنۍ د اوو غړو لپاره یې مزاحمت پېښوي.
علي زاده له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د جومات له لاسپیکرونو د نعتونو ویل، چې روښانه نه ده څه وايي، زما د کورنۍ او ماشومانو لپاره مزاحمت جوړوي. نه پوهېږم څه اړتیا ده، ماشومان مې چې روژه پرې فرض نه ده، اړ کېږي چې د پېشلمي لپاره راويښ شي. له جوماتونو په لوړ غږ نعت ویل هغه هم په نیمه شپه کې چې چوپتیا خپره وي، زما د ماشومانو لپاره ځوروونکې ده او خوب ته يې نه پرېږدي.»
د هرات له ټولو سیمو د شپې له خوا د نعت ویلو غږ پورته کېږي
په هرات کې کابو لس زره جوماتونه موجود دي چې کابو شپږ زره یې په ښار کې دي. ویل کېږي چې ډېری دا جوماتونو په نیمه شپه د خلکو د راویښولو لپاره مټې رانغښتې دي. دغه کار د هرات اوسېدونکو له توند غبرګون سره مخ شوی دی. د هرات یو شمېر اوسېدونکي غږیزه ککړتیا نامسلکي کار بولي. سبحان رحماني وايي، اوس د ټکنالوژۍ پېر دی، دې کار ته اړتیا نشته.
رحماني زیاتوي: «هېڅ امکان نه لري، چې په هر کور کې دې ګرځنده تلیفون نه وي، ټول د راوېښېدو لپاره په منظم ډول له تلیفونونو کار اخلي، ولې باید یو ملا په داسې سیمه کې چې ټول کورونه او ماشومان پکې دي، د لاسپیکر غږ تر اسمانه لوړ کړي؟»
له بلې خوا د هرات یو شمېر اوسېدونکو په ډله ییزه توګه د جوماتونو له ملا امامانو غوښتي، چې د شپې له خوا د جوماتونو له لاسپیکرونو د نعتونو له خپرولو ډډه وکړي. د دوی په وینا، ښايي د ماشومانو تر څنګ په ځینو کورونو کې ناروغان وي، چې د روحي او رواني ځورونې لامل يې کېږي.
د غږیزې ککړتیا د مخینوي لپاره د طالبانو اقدام
د طالبانو په واکمنېدو سره له جوماتونو د نعت ویلو غږ زیات شوی دی. هغه څه چې په دې شپو ورځو کې د هرات اوسېدونکي ځوروي، طالبانو نه یوازې د دې کار مخنیوی نه دی کړی؛ بلکې په دې کار کې د جوماتونو د ملایانو ملاتړي هم دي. له بلې خوا یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، وویل چې طالبانو له امنیتي حوزو څخه هم جوماتونه جوړ کړي او په پېشلمي د جوماتونو له لاسپیکرونو قرآن کریم او نعتونه خپروي. د دغې سرچینې په وینا، طالبان د شپې له خوا په رنجر موټرو او موټرسایکلونو امنیتي حوزو ته نږدې کوڅو کې ګرځي.
تېر کال د جمهوریت په دوره کې د هرات حج او اوقاف ریاست په یوه اعلامیه کې د ټولو جوماتونو له ملا امامانو وغوښتل، چې په استوګنیزو سیمو کې د پېشلمي پر مهال په لوړ غږ د نعتونو له غږولو ډډه وکړي؛ خو سږ کال د طالبانو په راتلو دا ډول اعلامیه نه ده خپره شوې او د جوماتونو ملایان په ازاد ډول نیمه شپه له لاسپیکرونو نعتونه خپروي.
پر روغتیا د لوړ غږ اغېز
ډاکتران او متخصصین وايي، چې غږیزه ککړتیا د روحي او رواني ستونزو یو خطرناک لامل دی. په هرات کې یو ډاکتر یونس صمدي وايي، چې لوړ غږ د وګړو لپاره د اورېدو ستونزه رامنځته کوي. صمدي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په نیمه شپه کې لوړو غږونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې دا تر ټولو خطرناکه غږیزه ککړتیا ده؛ ځکه چې د هغه په وینا، د انسان ذهن د ارام په حالت کې وي او په تونده بڼه بېرته فعالیت پیلوي. نوموړي ټینګار وکړ، هغو کورونو ته نږدې د لوړ غږ پورته کول چې ناروغان پکې وي، نه جبرانېدونکې پایلې لري. هغه زیاته کړه: «په نیمه شپه کې لوړ غږونه ډېرې ناوړه پایلې لري؛ ځکه چې مغز د ارام په حالت کې وي، خو ناڅاپه د لوړ غږ له امله بیا فعالیت پیلوي او تر څو ساعتونو انسان ويښ ساتي. لوړ غږ د ناروغانو لپاره چې زیات استراحت او ارام ته اړتیا لري، هم نه جبرانېدونکې پایلې لري؛ ان روغتونونو ته نږدې د موټرو هارن کول هم منع دي.»
د صمدي په وینا، د انسان ذهن د برېښنايي وسایلو په شان دی او چارچ کولو ته اړتیا لري. د هغه په اند د ذهني ستومانۍ لرې کول د خوب له لارې شوني دي. د دغه ډاکتر په خبره، غږیزه ککړتیا د سردردۍ، خپګان، د بدن د خوندیتوب سیسټم د کمزوري کولو او د وینې فشار د لوړوالي لامل کېږي.
د هرات په استوګنیزو سیمو کې د قرآن کریم او نعت ویلو خپرېدل نوې خبره نه ده. د تراویح لمونځونه، د قدر په شپو د قرآن کریم ختمونه، د ملا امامانو تبلیغ او د پېشلمي پر مهال نعت ویل په لوړ غږ د جوماتونو له لاسپیکرونو خپرېږي. خو هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، په استوګنیزو سیمو کې د طالبانو له خوا د دې کار نه مخنیوی دی.