لله الحمد افغانستان د خپل جیو-اکونومیک موقعیت، غوره اقلیم، کافي سیندونو، کانونو او د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ دموقعیت له ښېګڼو څخه برخمن دی. هر ولایت او هره سیمه یې جلا مزیتونه لري. په دې کې هم یو د ننګرهار ولایت دی چې په ټول افغانستان یواځینی ولایت دی چې مدیترانه یی اقلیم لري. دغه سیمه د نفوسو( کارځواک)، موقعیت(ترانزیت او لویې تجارتی لار)، بندرونو او ګمرک(تورخم بندر)، اقلیم، کرنیزو ځمکو او څلور فصله حاصل ورکولو د وړتیا له مخې د هېواد په اقتصادي او د ملي تولید برخه کې مهم دی. دغه ولایت په مشرقي زون کې یو ترانزیتي او تجارتي مرکز دی، کانونه، صنایع، کرنه او مالداري او لویه لارې یې د یادونې دي.
ننګرهار ولایت درې صنعتي پارکونه لري چې د جلال اباد ښار په (۱۳) کیلومترۍ او (۱۵) کیلومترۍ کې موقعیت لري تیرو شلو کلونو کې (۴۰۰)فابریکې (۳۶۰) مختلفې پروژې پکې فعاله وې، ځینې یې اوس هم شته، د دې تر څنګ پوهنتونونونه او څو انستیتوتونه هم لري، چی د ماهرو او متخصصو مدیرانو روزنه کې رول لري او د اقتصادي سکتور رهبري او مدیریت دوی پورې اړه لري. د غرونو په زیاتو برخو کې کانونه هم لري.
البته دا سیمه د اوسني ماشیني صنایعو ترمخه مختلف لاسي صنایع لرل؛ لکه له ګنیو د ګوړې جوړول، پوزي اوبدل، کلالي، نجاري، د دسمال او غاړو اوبدل، پکول، لونګۍ او واسکټ او څپلۍ جوړول، جارو او پکي، کټونه او لرګین صندقونه یې د لاسي صنعت مثالونه دي؛ خو کله چې د صنعتي ماشینونو کارونه پکې پیل شوه، اوس کارونه په ښه کیفیت او کمیت سره ترسره کیږي، یو مثال یې د زیتونو فابریکه، صابون او شامپو جوړول، درمل، لبنیات، د شاتو تولید، فلزکاري او ډېر نور صنایع دي.
د ننګرهار د اوبو لګولو پروژې په جوړیدو سره سپېرې دښتې د کرنې لپاره چمتو شوې چې زیاتره اندازه ځمکه یې فعلاً د مثمرو نیالګیو لرونکې دي.
د ننګرهار ولایت (۸۰) سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. دا چې ننګرهار ولایت د ښه اقلیم په لرلو سره د کرنې او مالدارۍ لپاره مساعد او ځمکې یې کال کې دوه یا درې فصلونه دغلو-دانو، سبو او مختلفو میوو تولید لري.
غوره کرنیز نباتات یې غنم، جوار، وریجې، وربشې، غوړ لرونکي نباتات، شړشم، کنځلې، خشخاش، پندانه او داسې نور دي. کرنه یې اقتصادي وده کې ارزښتناک ځای لري او په کرنه کې د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نباتي ناروغیو پر وړاندې د درملو کارول، د هرزه بوټو کنترول، زهکشی او د نویو ورایټیو ترویج عصري شکل نیولی او کرنه کې اوس له ماشین څخه ګټه اخستنه زیاته شوې ده.
مالداري یې یو بله اقتصادي منبع ده، چې دښتې څړ ځایونه او غرني ځنګلونه ورته مساعد دي او زیاتره کلیوال مالداره وګړي او کوچیان خپل څاروي د اوړي په موسم کې دغو سیمو ته د څړ لپاره بیايي، د اوړي موسم د تېرولو وروسته خپل څاروي بېرته خپلو کلیوالو سیمو ته راوړي.
د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې کاني زیرمې هم شته، چې په مختلفو ډولونو وېشل کیږي، د دره نور په ولسوالۍ کې د سربو، چینې پیالو جوړولو د موادو کانونه، په خوږیاڼو او اچین ولسوالیو کې د تالک د ډبرو کانونه، د حصارک په ولسوالۍ کې د سربو او یاقوتو کانونه د یادولو وړ دي. که چېرې په ننګرهار ولایت کې د کانونو لپاره جیولوجیکي څېړنې ترسره شي، نو نورې نوې کاني زیرمې به هم په کې وموندل شي.
په جلال آباد ښار کې درې صنعتي پارکونه په مختلفو ساحو کې موجود دي چې دولتي او خصوصي سکتور کې ۴۰۰ فابریکې او ۳۶۰ پروژې فعاله دي.
د شوکاڼي کان یې دعایداتو له مخې د پام وړی دی. په دې کان کې (۷) شرکتونه کار کوي چې ۱۳۹۹ کال کې یې د صادراتو کچه (۵۰۰۰۰) پنځوس زره ټنو پورې رسېده، او ۱۴۰۰ کال کې یې د صادراتو کچه تر (۶۰۰۰۰) زره ټنو پورې رسېدلی ده.
ننګرهار د کابل او پېښور ترمنځ پر لویه ترانزیتي لاره پروت دی، سوداګري په ننګرهار ولایت کې د ژوندانه تېرولو تر ټولو ښه وسیله ده؛ نو د همدې ولایت له لارې د ترانسپورټ په استفادې د هند، پاکستان، چین، جاپان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو څخه د مالونو د لېږد او رالېږد تجارتي کاروانونو پر مخ وړل کېږي.
دا سیمه د کابل د سیند د اوبو لګولو حوزه کې راځي، خو له بده مرغه د دغه لوی سیند، اوبو باندې صرف یوه پروژه جوړه شوې، چې څلور میکانیزه فارمونه او یوه د برېښنا داولید فابریکه لري، نورې اوبه بې ګټې له هیواده وځي.
که چیرې دغه ولایت کې د اوبو منابع ښې او علمي مدیریت شي، د دې ولایت کرنیز تولیدات، صنعت او سوداګري څو څو ځله نور هم لوړېدای شي. دغه راز که کانونه یې د دولت تر کنټرول لاندې راشي او اوسنی غیر رسمي استخراج یې فني او رسمي شي؛ نو ګټه به یی ډېره لوړه وي. له بلې خوا د دې ولایت د ځنګلونو د قاچاق مخنیوی یو لومړیتوب دی. هیله ده د دغو مساعدو امکاناتو په لرلو سره دغه سیمه د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې لویه مرسته وکړي.