۸صبح، ننګرهار : د ننګرهار کتاب پلورونکي شکایت کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په دغه ولایت کې د کتابونو صنعت او بازار د سقوط ګواښ سره مخامخ دی.
دوی د نجونو پر زده کړو، دندو او فعالیتونو د طالبانو بندیزونه، د کتابونو پر صنعت او پلورلو زیاته شوې مالیه، د کتابونو سانسور او پر کتاب پلورونکو نور محدودیتونه د دغه سقوط ته نیږدې وضعیت اصلي لاملونه بولي.
کتاب پلورونکي وایي، یوه لویه برخه پېرودونکې یې نجونې وې، خو پر هغوی د زده کړو، کار او فعالیتونو بندیزونه د دغو پېرونکو د کور ناستي توب او کتابونو ته د نه لاسرسي لامل شوي دي.
سربېره پر دې اقتصادي او بشري ناورین بل لامل یادیږي، چې له امله یې نه یوازې خلک نوي کتابونه نه پېري؛ بلکې د کتاب پلورونکو په وینا ځينې خلک له بېوزلۍ ورته له کوره کتابونه په ډېره کمه د پلورلو لپاره راوړي.
کتاب پلورونکی قاري زاهد وايي، د نجونو پر زده کړو او کار بندیز د کتاب پلورنې بازار اغېزمن کړی او د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې یې لسګونه زره افغانۍ تاوان کړی دی.
قاري زاهد ٨ صبح ته وویل:«له کله چې نوی رژیم راغلی زموږ کارونه خراب شوي او تر ۸۰ فیصده متضرر شوي دي، دلیل دادی، چې د نجونو مکتبونه او پوهنتونونه بند شوي، بل طرف ته بېکاري زیاته شوې، د خلکو اقتصاد سخت خراب شوی، کتاب څوک نه اخلي، پخوا زموږ نیم نه زیات کتابونه نجونو اخیستل ، اوس د کتاب بازار له صفر سره ضرب شوی دی.»
کتاب پلورونکي وایي، په ځلونو یې طالب واکمنانو ته د بازار د خرابوالي او مالیې زیاتوالي شکایتونه کړي، خو دوی یې په حل کې مرسته نه ده کړې.
یوه بل کتاب پلورونکي زیار ۸ صبح ته وویل، له یوې خوا د کتابونو بازار خراب دی، له بل لوري یې د دوکانونو کرایه لوړه ده او طالبان هم تر پخوا زیاته مالیه ورڅخه اخلي.
هغه له طالبانو غواړي، چې پر خصوصي سکتور او په ځانګړي ډول د کتاب پر صنعت د فشار راوړلو پر ځای، د دغه صنعت له پياوړتیا سره مرسته وکړي.
زیار وویل:«پخوا د دوکان مالیه ٦ زره افغانۍ وه اوس ١٥ زره اخلي، کرایه ١٥ زره افغانۍ وه اوس ٢٥ زره افغانۍ ده، په داسې حال کې چې کاروبار دوه درې چنده خراب شوی. څو ځلې مستوفیت او ولایت ته په شکایت ورغلو، خو څوک مو غږ نه اوري.»
د ننګرهار یوه بل کتاب پلورونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته د طالبانو له لوري د کتابونو پر بازار د قیوداتو او سانسور شکایت وکړ.
د سرچینې په وینا، د طالبانو د استخباراتو، امر بالمعروف او اطلاعاتو او فرهنګ ادارو استازو د ډېرو هغو کتابونو د نه چاپ او خرڅلاو خبرداری ورکړی، چې دغې ډلې ته د دوی له فکر او سلیقې سره برابر نه ښکاري.
په ننګرهار کې د مطالعې یو شمېر مینه وال مني، چې وروستیو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو یې له مطالعې سره مینه اغېزمنه کړې ده.
رضاءالله چې د ننګرهار پوهنتون د روان پوهنې زده کړیال دی وایي، وروستیو بدلونونو د مطالعې مینه وال او ځوانان هم خپل راتلونکي ته نهیلي کړي دي.
هغه پر دغو خلکو غږ کوي، چې له خپل راتلونکي نهیلي نه شي او د ښه کیدو لپاره یې له کتاب لوستو هم ګټه واخلي.
نوموړي وویل:«د جمهوري نظام له سقوط وروسته ډېر ځوانان نهیلي شوي، له مطالعې او زده کړې سره یې لېوالتیا کمه شوې او رواني ستونزې ورته پیدا شوي. زما هیله داده، چې ځوانان د سیاسي حالاتو پروا ونه کړي او هر ډول حالاتو کې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، څو خپلو هیلو او ارمانونو ته ورسېږي.»
په ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو د رژیم واکمنان مني، چې له بیا واکمنیدو وروسته د نورو برخو ترڅنګ د کتاب پلورنې بازار هم خراب شوی دی.
د یاد شوي ریاست طالب رئیس قاري نور محمد حنیف وایي، هڅه کوي د کتاب بازار د ښه کیدو په موخه د مطالعې او کتاب لوستلو نندارتونونه جوړ کړي.
کتاب پلورونکي او د مطالعې خاوندان بیا وایي، طالبان د نورو برخو ترڅنګ د کتاب صنعت او بازار هم د خپلې افراطي ایډیالوژۍ تابع کول او محدودول غواړي، چې دا به د هېواد اقتصاد، فکري تنوع او د ځوان نسل راتلونکي ته لوی تاوان واړوي.
د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتابونو د چاپیدونکو او خرڅیدونکو کتابونو د سانسور لپاره یو لوړپوړی کمیسیون هم جوړ کړی، چې لیکوال او فرهنګي شنونکي یې د غیر طالبي اثارو د چاپ او خپراوي په اړه اندیښمن کړي دي.