افغان ټولنه متکثره او له بېلابېلو قومیتونو، ژبو او مذهبونو څخه جوړه ټولنه ده. هره متکثره ټولنه ماتېدونکې هم وي او د بالکان هېوادونو په څېر تر پاشلتیا پورې مخکې تللې شي؛ خو که هر ډول تکثر په ټولو برخو کې په رسمیت وپېژندل شي، له پاشلتیا مخه نیول کېږي. له دې سره سره قومیت یوازینۍ ستونزه نه ده، چې دا ټولنه یې له دې ورځې سره مخامخ کړې ده. هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، له دې پدیدې سره نامتعادل چلن دی، چې کله یو اړخ افراط کوي او کله هم بل اړخ. دا د دې سبب کېږي، چې یاده ستونزه له لسهاوو نورو ستونزو سره په وژونکې ستونزې واوړي او وضعیت پېچلی کړي.
ځینې فکر کوي، چې قومیت اصلي ستونزه نه ده، که څه هم د دې ټولنې پر ناورین خبر دي؛ خو د هغوی په ګومان د دغو مسایلو ريښه په بل ځای کې ده؛ مثلاً توندلارې ایډیالوژي او د ګاونډیو هېوادونو او زبرځواکو لاسوهنه. د هغوی په وینا، که بهرني عوامل نه وي، افغانان په خپلو کې کوچنۍ ناندرۍ هوارولی شي. هغه کسان چې پر دې خبره باورمن دي، د قومیت په اړه خبرې اترې د ملي ګټو پر خلاف ګڼي او هره اشاره ورته د جاسوسۍ نښه ښکاري. دا ډله غواړي چې د قومیت مساله غلې پاتې شي. د دوی په ګومان، په اړه يې چوپتیا غوره کولو سره دنیا ګل و ګلزار کېږي.
له بل اړخه، ځینو سیاسي او ټولنیزو فعالانو ټولو ګډوډیو ته قومي رنګ ورکړی او د هر ناورین ريښه په قومیت کې ویني. په دې لیدلوري کې یو قوم چې په واکمنۍ کې يې زیات رول لاره، د ټولو مصیبونو عامل او نور قومونه بېګناه او ان قرباني بولي. د دغه لیدلوري پلویان یو اړخ دیو ګڼي او بل هغه پرښته او په دې سره لاره نژادپالنې ته جوړوي.
په دې تور او سپین سره نه واقعیت ته رسېدای شو او نه هم له دې ناورین څخه وتلی. ښه به وي چې له قومیت څخه د انکار پرځای لومړی د قومیت مساله په رسمیت وپېژندل شي او له هغه څه يې باید لویه ونه ښييو، چې ده او نه هم په کرکې او بدبینۍ د قومونو ترمنځ دښمنۍ ته لاره هواره کړو. ښه به وي، چې د دګماتیک دریځ پرځای، له بحرانه د وتلو بحث راپورته شي، لږ تر لږه د هېواد د مخکښانو ترمنځ پر دې موضوع بحث وشي، چې له دې سره ټولو اړخونو ته د منلو وړ حللاره پيدا شي. موږ د خبرو اترو د ادابو زده کولو ته اړتیا لرو، ان په تر ټولو حساسو موضوعاتو کې هم. موږ د قومیت مسالې په اړه په بحث سره دا موضوع د دې خاورې په یوه غښتلي عامل اړولی شو، لکه نور پرمختللو هېوادونو چې د غښتلتیا په ټکي اړولې ده. دا هم سمه ده، چې دا خبره ارمان ته ورته ده؛ خو دغه ارمان د دنیا په ځینو برخو کې په ملموس واقعیت اوښتی هم دی.