۸صبح، کندهار: په کندهار کې سيمهييزې سرچينې په دغه ولايت کې د طالبانو د پاسپورټ ادارې د عمومي رئیس مولوي عبدالکريم حسيب د نيول کېدو خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې مولوي عبدالکریم، جمعه د غبرګولي پر ۴مه د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده له خوا له کابله کندهار ته بلل شوی او بیا نیول شوی دی.
د سرچينې په خبره، د طالبانو د پاسپورټ رياست عمومي رئیس له اختر مخکې هم د ملا هبتالله له خوا کندهار ولايت ته بلل شوى و؛ خو هغه مهال يې د رخصتۍ په عذر دغه ولايت ته له تګ ډډه کړې وه.
که څه هم د طالبانو د پاسپورټ ریاست د عمومي رئیس د نیول کېدو لامل نه دی څرګند؛ خو سرچینې ادعا کوي چې نوموړی د «اداري فساد او بډې اخیستو» له کبله نیول شوی او بندي شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
هېره دې نه وي د طالبانو د پاسپورټ ادارې د مخکني مشر عالمګل حقاني ورور هم دوه کاله دمخه د دغې ډلې د استخباراتو له خوا په یوه محفل کې د نجونو او هلکانو نڅا، د شرابو بوتلونو او څو جلده پاسپورټونو سره لاس په لاس نیول شوی و؛ خو څو ساعته وروسته بېرته ازاد شو.