۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایي چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې په افغانستان کې له ۲۲،۶ میلیونو افغانانو سره مرسته شوې ده.
اوچا د یکشنبې په ورځ د تلې په ۲مه په اېکس ټو کې د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي چې دغه مرستې د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې شوې دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې ۹،۷ میلیونه ټنه د روغتیايي فعالیتونو، ۳.۵ میلیونه ټنه د ماشومانو او امیندوارو ښځو، ۶.۸ میلیونه ټنه د څښاک د پاکو اوبو، دوه میلیونه د ماشومانو د زده کړې لپاره، ۴۱۳ زره ټنه د بېړنیو سرپناه وو او ۱.۸ د کورنیو توکو لپاره شوې دي.
اوچا روښانه کړې چې د ۸۵۰ ملیونه ډالره مرستې بودیجه له ۲۰۲۲ کال څخه انتقال شوې وه چې د ۲۰۲۳ بودیجې سره تکمیل شوې ده.
دا به داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) تېره ورځ اعلان کړی و چې افغانستان دا مهال د نړۍ له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې له یو میلیون ډېر وګړي د لوږې له بېړنۍ حالت سره مخ دي.
دغه سازمان ویلي چې سوډان، افغانستان او د کانګو جمهوریت هغه درې هیوادونه دي چې د نړۍ د ډیرو هیوادونو په پرتله د بیړنۍ لوږې په کچه ډیر خلک لري.