د طالبانو ټولګټو وزارت د سالنګ د لویې لارې په تړلو سره د هېواد د شمال اوسېدونکي له جدي ترانسپورتي ستونزو سره مخ کړي دي. د طالبانو تر ولکې لاندې دغې ادارې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د بدیلو لارو له په پام کې نیولو او د بغلان – بامیان لارې له ترمیم کولو پرته مسافر له بې برخلیک حالت سره مخ کړي دي. مسافر د لارې له اوږېدو په شکایت سره وایي، چې مجبور دي ډېره کرایه وکړي. دغه راز موټر چلوونکي شکايت کوي، چې د لارې په بدلېدو سره د موټرو عوارض په بې ساري ډول زیات شوي دي. په همدې حال کې په وروستیو ورځو کې شمال ته د هوا له لارې د سفر کولو د ټکټ بیه هم شاوخوا لس ډالره لوړه شوې ده. د یادونې وړ ده، چې طالبانو له ۳۵ تر ۴۰ ورځو لپاره د شمال لاره تړلې ده، خو څرګنده نه ده، چې د دغه سړک د ترمیم کار به تر څه وخته روان وي.
د سالنګ لویه لار د افغانستان د شمال او شمال ختیځ نهه ولایتونه له پلازمینې سره نښلوي. د هېواد نږدې نیمايي اړتیاوې له همدې لارې د اقینې او حیرتان له بندرونو پوره کېږي. خو د طالبانو ټولګټو وزارت د وږي په ۱۹مه اعلان وکړ، چې د تونل د بیا رغاونې په موخه یې دغه لاره په بشپړه توګه د ترافیکو پرمخ تړلې ده. د دې لویې لارې په تړل کېدو سره د بار وړونکو موټرو په مټ د سوداګریزو توکو لېږد په بشپړه توګه بند شوی او مسافر هم د بغلان – بامیان او پنجشیر – اندراب پر لارو تګ راتګ کوي.
بلخوا، د بغلان – بامیان او پنجشیر – اندراب سړکونو خرابوالي هېوادوال له جدي ننګونو سره مخ کړي دي. يو شمېر مسافر او موټر چلوونکي د دغو لارو له خرابوالي او تنګوالي شکايت کوي. تر دې وړاندې هغو هېوادوالو چې له بلخ او نورو شمالي ولایتونو یې کابل ته سفر کاوه، د سالنګ پر لویه لار به په ۵۸۰ ډوله بس موټرو کې له ۸ تر ۱۰ ساعتونو مزل وروسته کابل ته رارسېدل، خو اوس د بغلان – بامیان له لارې کابل ته سفر ۲۴ ساعته وخت نیسي.
د بغلان – بامیان سړک د بغلان د دوشي پله له سیمې د بامیانو پر لور جلا شوی او له کابل سره وصلېږي. د ځينو موټر چلوونکو په وينا، دغې لارې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او په سختو شرايطو کې پرې تګ راتګ کوي. د هغوی په وینا، پر دې لاره ناروغان د مرګ له ګواښ سره مخ دي. سلیمان چې د بلخ- کابل لارې موټر چلوونکی دی وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې موټر د یوه کال په اندازه عوارض درلودل. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل:« هر رژیم چې راځي یوازې خلکو ته ستونزې جوړوي، بله هېڅ خبره نشته. که ستونزې نه جوړوي، نو بیا ولې د خلکو پر مخ یوه مهمه لاره بندوي؟ د سړک جوړول د ټولې لویې لارې د تړلو دلیل نه شي کېدای. باید د سړک یوه خوا یې د خلکو پرمخ پرانیستې پرېښې وای او یوه خوا یې ترمیم کړې وای. بیا یې چې تړلې هم ده، نو لږ تر لږه د بغلان – بامیان او یا د پنجشیر – اندراب سړک خو به یې دومره ترمیم کاوه چې موټر پرې تګ راتګ وکړي. موږ درپه دره شوو. په یوه اونۍ کې زما د همدغه موټر لګښت له خپل عایده ډیر شوی دی، د خدای لپاره څه باید وکړو؟»
د سالنګ لارې د تړل کېدو له امله د بس چلوونکي قيوم وزګار شوی دی. نوموړي هم ۸صبح ورځپاڼې ته وويل: «نږدې لس ورځې کېږي چې بېکاره يم او د پخواني دولت د کارکوونکو په څېر په کور کې ناست یم. د سالنګ لاره یې تړلې ده، د بسونو کار هم په ټپه درېدلی دی، ځکه چې نورې لارې ډېرې خرابې دي او موټرونه خرابوي. مجبور شوو چې موټر ودروو. په یوه اونۍ کې څو بسونه د بامیانو له لارې ولاړل چې ډېر خراب شول. د خلکو ګران بیه موټرونه ټوټې ټوټې شول. له یوې خوا د موټرو ګڼه ګوڼه ده او له بلې خوا سړک تنګ او خراب دی، لاره بندېږي او خلک په ساعتونو انتظار پاتې کیږي.»
په تېرو کلونو کې د بغلان – بامیانو پر لاره لږ شمېر موټرو تګ راتګ کاوه، خو د سالنګ د لویې لارې په تړل کېدو سره ډېر شمېر موټر له همدې لارې ګټه اخلي، چې د سړک ظرفیت ته په کتو څو برابره زیات شوی دی. موټر چلوونکي طالبان د هېوادوالو پر وړاندې په بې پروايي تورنوي او ټینګار کوي چې د هېوادوالو د دې ستونزې د هواري لپاره دې اقدام وشي.
بل خوا یو شمېر مسافر وايي، چې د سالنګ لارې تړل کېدو له اقتصادي اړخه هم زیانمن کړي دي. د مزارشريف ښار اوسېدونکى بشيراحمد چې کابل ته د تلو نیت لري، وايي چې د سالنګ لارې په تړل کېدو سره د موټرو کرايه هم د پاموړ ډېره شوې ده. هغه وویل: «د سالنګ لارې تړل زموږ لپاره یو نوی غم شو، موږ کابل ته ډېر تګ راتګ کوو. زه لس ورځې وړاندې کابل ته په ۲۰۰۰ډوله کرولا کې تللی وم، کرایه یې ۱۵۰۰ افغانۍ وه، خو نن ترمینل ته راغلم، کرایه درې زره افغانۍ ده. دا له کومه کیږي، کومه دی کاروبار چې ووایو خیر دی؟»
د مزارشريف اوسېدونکي هم د خلکو پر وړاندې د طالبانو پر کړنو نيوکه کوي. دوی ټینګار کوي چې دغه ډله خپل پلانونه په ناسنجول شوي ډول پلي کوي او د ستونزو د مخنیوي لپاره کوم پلان نه لري. د مزارشريف ښار اوسېدونکى ابوبکر وايي: «پخوا به خلکو په خپله خوښه په بېلابېلو موټرو کې په مشخصې کرایې سره سفر کاوه، خو په دې لسو ورځو کې چې د سالنګ لاره تړل شوې، په ټرمینلونو کې نوبت له منځه تللی اوخورا ډېره بې نظمي رامنځته شوې ده. د پوښتنې څوک هم نشته.»
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا د سالنګ لارې په تړل کېدو سره هوايي شرکتونو هم د خپلو ټکټونو بيه لس ډالره لوړه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د مشتریانو د ګڼې ګوڼې له امله، مسافر باید له خپل سفره درې یا څلور ورځې مخکې ټکټونه واخلي. د ټکټ پلورونکو د معلوماتو له مخې، اوسمهال د کام ایر هوايي شرکت ټکټ په پنځه زره او نهه سوه افغانۍ او د اريانا هوايي شرکت ټکټ په پنځه زره او درې زره افغانۍ پلورل کېږي. تر دې وړاندې د ټکټونو بیه په ترتیب سره پنځه زره او ۱۰۰ افغانۍ او څلور زره او ۱۰۰ افغانۍ وه. که څه هم د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، چې د سالنګ تونل د بیارغونې چارې به له ۳۵ تر ۴۰ ورځو پورې وخت ونیسي، خو لا څرګنده نه ده، چې دغه مهمه ترانسپورتي لار به څومره وخت د ترافیکو پرمخ تړلې وي.