۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې وروستیو سېلابونو په هېواد کې شاوخوا ۱۰ زره هکټاره ځمکه ویجاړه کړې ده.
اوچا دوشنبه د غويي پر ۱۷مه شپه مهال په یو راپور کې لیکلي چې دا کرنیزې ځمکې د هېواد په ختیځ او سویل ختیځ کې ویجاړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د روان کال په اپرېل میاشت اورښت لږترلږه په تېرو ۴۰ کلونو کې بې مخینې بللی دی.
د يادونې ده چې په روزګان، هرات او هلمند ولايتونو کې د وروستيو طبيعي پېښو له کبله لږترلږه ۱۰ کسانو ژوند بایللی دی.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په غور ولایت کې د سېلابونو له کبله یو زرو او ۷۳ کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي او په خلاصه فضا کې ژوند کوي.