والسټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې په وروستیو میاشتو کې پر اسرائیل د زرګونو وسلو او مهماتو پلور ځنډولی دی.
په دغه راپور کې چې دوشنبه د مې پر ۶مه خپور شوی راغلي، واشنګټن دا کار د دې لپاره کړی چې پر رفح د اسرائیل د برید مخه ونیسي.
هاخوا د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوریل ویلي چې غزې ته څېرمه د رفح پر ښار د اسرائیل برید به د زیاد شمېر ملکیانو د وژل کېدو لامل شي.
د هغه په خبره، اروپايي ټولنې او امريکا په دې تړاو اسرائيلي چارواکو ته خپل واضح خبرداری ورکړی دی.
له دغو فشارونو سربېره اسرائيلي پوځ نن د غزې سویل ته څېرمه د رفح پر ځينو سیمو بمباري کړې ده.
دوو امنیتي فلسطیني او مصري چارواکو اسوشیټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي چې اسرائیلي ټانکونه د غزې په سویل کې رفح ښار ته ننوتلي او له پولې ۲۰۰ مترۍ وړاندې تللي دي.