د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له امریکا، بریتانیې او نورو هغو هېوادونو چې پوځیان یې په افغانستان کې فعالیت لري، غوښتي چې له دغو هېوادنو څخه د جنګي جنایتونو او له نړیوالو بشري قوانینو د سرغړونو تورونو په اړه مطرح شوې موضوعات په خپلواکه توګه وپلټي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې، شهرزاد اکبر په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو جنګي ځواکونو د جنایتونو د رپوټ په غبرګون کې، دغه غوښتنه مطرح کړې ده.
مېرمن اکبر ووېل چې باید ددغو څېړنو پایلې له قربانیانو او د افغانستان له خلکو سره شریکې شي او په دې توګه واقعیت او عدالت ته د لاسرسي لپاره د قربانیانو غوښتنو ته پام وشي. د یوه څېړنیز رپوټ پایلې چې په استرالیا کې خپرې شوې، دا په ډاګه کوي چې ددغه هېواد پوځیانو د ماشومانو په ګډون ۳۹ ملکي وګړي په ناقانونه توګه وژلي ؤ.
دا رپوټ د استرالیا د دفاع وزارت له خوا دغه په اوږده وخت کې چمتو شوی راپور خپور شوی.
شهرزاد اکبر ددغه رپوټ خپرېدو ته په نغوتې سره ووېل: «په نوموړي رپوټ کې چې د جنګي جنایت خبره شوې، استثنايي مورد نه ؤ او په نظاممنده توګه شوی دی.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسې ووېل چې دا جنایتونه ملکي افغانانو ته د ارزښت نه ورکولو له امله دي.
هغې ددغه جنایت د عاملینو د عدلي تعقیب غوښتنه وکړه.
اخوا، ولسمشرۍ دفتر هم په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ناوړه چلند په اړه ددغه هېواد د دفاع وزارت د رپوټ خپرولو په غبرګون کې ویلي چې دا رپوټ ددې ډول قضیو د څېړلو په اړه د روڼتیا او ډاډمنیتا لپاره لازم اقدام دی.
د ارګ د اعلان له مخې، د استرالیا لومړي وزیر سکات موریسن له ولسمشر غني سره په تلیفوني اړیکه کې، په دغه دوسیه کې د عدالت د ټینګښت او هراړخیزو څيړنو ډاډ ورکړی دی.
افغان حکومت په دې اړه د استرالیا د ژمنو د عملي کولو غوښتونکی دی.
ولسمشرۍ دفتر ویلي چې د استرالیا پر عدلي او قضايي نظام بشپړ باور لري او ډاډمن دي چې په افغانستان کې به په جنګي جرمونو تورن پوځیان محاکمه شي.