که څه هم په ننني ټولنو کې توکميز تنوع د يو هېواد د پرمختګ لپاره يوه مثبته ځانګړنه او ارزښتناکه موقع بلل کېږي؛ خو برعکس په افغانستان کې دا پديده د يوې ننګونې په توګه ګڼل کېږي چې وخت پر وخت يې وګړي اغېزمنوي. د هیوادوالو یوه لویه ډله پېښې د قومي او سیاسي ګټو پر بنسټ تعبیروي؛ هغه څه چې په تیرو لسیزو کې تل د قومي شخړو او کورنیو جګړو لامل شوي دي. په بدخشان کې د ولسي اعتراضونو غبرګون په هېواد کې د قومي تبعیض یوه بېلګه ګڼل کېدای شي. هغه غبرګونونه چې هېوادوال یې په سیاسي ډلوټپلو، شخصي حلقو او مجازي شبکو کې په دوو ډلو ویشلي دي. دې ته په پام سره چې په بدخشان کې ولې او څنګه پېښه رامنځته شوه، ځينو خلکو د بدخشان پر ولسواليو د وسلهوالو طالبانو بريد د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو کې د دغې ډلې صادقانه مبارزه بللې او دفاع يې کړې ده. د دوی په وینا، هر هغه کروندګر چې د دې پروسې مخه نیسي باید مجازات شي. خو نور بیا د طالبانو له خوا د بې وسلې بزګرانو وژل ناعادلانه ګڼي او استدلال کوي چې د ازبک او تاجک هېوادوالو پر وړاندې د طالبانو دا ناوړه چلند د دې ډلې تبعیضي چلند ښيي. شنونکي د هېوادوالو د قومي او سیاسي اختلافاتو د پېښو انګېزه د افغانستان د بقا لپاره خطرناکه بولي او وايي چې په افغانستان کې تل د قومي زغم او متقابل منلو برخه کې خلا پاتې ده. د دوی په باور، حکومتونو په تېرو لسیزو کې د قومونو د اتصال لپاره کومه ځانګړې هڅه نه ده کړې او که وضعیت همداسې دوام وکړي، د هېواد اوسېدونکي به هېڅکله هم له هوساینې او ارامۍ برخمن نه شي.
که د بدخشان پېښې ته لنډه کتنه وکړو، نو لیدل کېږي چې تېره جمعه (د غويي ۱۴) په درایم او ارګو ولسوالیو کې د خلکو اعتراضونه پیل شول. دغه اعتراضونه وروسته له هغه رامنځته شول چې د طالبانو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د دغو دوو ولسواليو پر کليو يرغل وکړ. درایم او ارګو ته د دغو ځواکونو د ننوتلو موخه «د کوکنارو د کروندو پاکول» بلل شوي دي. ځايي اوسېدونکي چې ډېری يې تاجک او ازبک دي، وايي چې دوی د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو مخالف نه دي، خو له خلکو سره د طالبانو تبعيضي چلند دوی په غوسه کړي دي. د دوی د څرګندونو له مخې، د کوکنارو، غنم، شیرشم، لوبیا او د میوو باغونو یو شمېر برخې او د هغوی دیوالونه د طالبانو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو ویجاړ کړي دي. د دوی په وینا، طالب ځواکونه له اجازې پرته د خلکو کورونو ته ننوتي او د دغو کروندو له ویجاړولو وروسته یې یو شمېر خلک ان وهلي ډبولي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیويي کليپونه خپاره شوي چې د ځايي اوسېدونکو په وینا د درایم ولسوالۍ په قرلق کلي کې یو ازبک کروندګر له طالبانو سره تر لفظي شخړې وروسته د دغې له خوا په ډزو وژل شوی دی. له دې پېښې یوه ورځ وروسته د درایم او ارګو ولسوالیو اوسېدونکو لاریونونه پیل کړل او له دغو ولسوالیو څخه یې د پښتنو طالب جنګیالیو د ایستلو غوښتنه وکړه. ځکه د دوی په وینا، دا خلک د ځايي خلکو په ژبه نه پوهیږي او له دوی سره تبعیضي چلند کوي. د ځايي اوسېدونکو لاريون هم په تاوتريخوالي واوښت او د طالبانو د مخامخ ډزو په پايله کې يو بل لاريونکوونکى ووژل شو او پنځه کسان ټپيان شول.
د دغو تاوتریخوالو په پایله کې د طالبانو د رئیسالوزرا د دغې ډلې د وسلهوال پوځ د لوی درستیز قوماندانۍ مشر مولوي فصیحالدین په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ته واستاوه چې د دا ستونزه هواره کړي. ورته مهال، د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد د غويي پر ١٨مه، د بدخشان ولايت په درايم او ارګو ولسواليو کې د ولسي پاڅون د پای ته رسېدو خبر ورکړ. نوموړي په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې لاریونکوونکو ژمنه کړې څو د کوکنارو د اړولو له بهیر سره به مخالفت نه کوي او د دې ډلې پلاوي هم ژمنه کړې چې طالبان به له دې وروسته د سیمې خلک نه ځوروي. په بدخشان کې سرچينې وايي چې که طالبان د دوی د دوو لاريونکوونکو د وژنې عاملان ورتسلیم نه کړي، د سيمې اوسېدونکي به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.
د پېښې واقعیت او د سیمې د اوسېدونکو او د طالبانو د ویاند څرګندونې د قضیې یو اړخ دب؛ خو ترټولو د پام وړ خبره د دې پېښې پر وړاندې د ښاریانو دوه اړخیز غبرګون دی. هغه خلک چې د دې پیښې په اړه کافي معلومات نه لري، د خپل باور پر بنسټ دریځ غوره کوي؛ دا په هیواد کې د توکمیزو ډلو د نه منلو څرګندونه کوي. په هېواد کې دننه د خلکو غونډې او نارسمي حلقې او ټولنیزې شبکې په دې ورځو کې له بیلابېلو غبرګونونو او د هېوادوالو له دوه ډلو څخه ډکې دي. د بدخشان د پیښې په هکله دوه ګونی چلند دومره جدي دی چې خلک یو بل ته توهین او سپکاوی کوي او قومي جګړو ته هڅوي. د بېلګې په توګه د فیسبوک کارونکي عطاالله فقیرزاده د بدخشان د پېښې د خبر تر سرلیک لاندې لیکلي: «ښه شو، مه پرېږدئ چې افغان درباندې راج وچلوي. وسلهوال افغان یا اوغان [پښتانه] په هره پارسیوان سیمه کې بهرنی او یرغلګر دی.» خو د عابد په نامه یو بل کارونکي لیکلي: «تر څو چې په بدخشان ولایت کې د ژېړو بوشکو او ځانمرګو بریدګرو نسل وي، بدخشان به امن ونه ویني. موږ هیله لرو چې د بدخشان مجاهد ولس ټول متحد او د ژېړو بوشکو دغه نسل له بدخشانه وباسي، تر څو په بشپړه سوله کې ژوند وکړي.» د فیسبوک یو بل کارونکي دوستمحمد امرخېل په فیسبوک کې د طالبانو د دغې کړنې دفاع کړې او د همدې خبر تر عنوان لاندې یې لیکلي: «امارت به د ورځې تر قیامته ناحقه خلک ژوبلوي.» د طالب ځواک د خدای ځواک دی. یو بل کارونکي لیکلي: «حقیقت دا دی چې په دې کلیو کې کوکنار کرل شوي او دوی ته ویل شوي چې دا ونه کري، خو دوی پوه نه شول.»
د یوې پیښې په هکله د نظرونو د دې توپیر او د قومي توپیرونو پر بنسټ د هېوادوالو ترمنځ د دوو ډلو رامنځته کېدو له امله د مدني او بشري حقونو فعالان چې د هېواد وضعیت څاري په افغانستان کې د ملي تفاهم او قومي متقابل منلو د نشتوالي خبره کوي. د دوی په وینا، ترڅو چې د قانون حاکمیت پر بنسټ یو نظام رامنځته نه شي او په افغانستان کې مېشت ټول توکمونه یې تعقیبولو ته ونه وهڅول شي، له ټولنې څخه به د توکمیز تنوع زیانونو رېښې ونه ایستل شي. د مدني او بشري حقونو فعال عزیز رفیعي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «توکمیز تنوع د نړۍ په هر ګوټ کې یوه لویه ګټه ده. له دې کبله چې په هېوادونو کې توکميز زياتوالی د ټولنې ترمنځ د ودې او سالمې سيالۍ لامل کېږي او که ټولنيزې اړيکې د قانون د حاکميت پر بنسټ وي، قومي تنوع ډېر ګټور تمامېدای شي. په افغانستان کې له بده مرغه چې د ملي ارزښتونو او ملي بشپړتیا په شان د عمومي او لویو کلمو اساسي تعریف نشته، توکمیز تنوع تل د سر درد پاتې شوی دی. ښاغلی رفیعي زیاتوي: «تر اوسه پورې موږ د ملي یووالي، ملي هویت او ملي ګټو داسې تعریف نه لرو چې په افغانستان کې ټولو توکمونو او ډلو ته د منلو وړ وي.» د مدني او بشري حقونو فعالانو په باور، که په افغانستان کې د قومونو د متقابل منلو په برخه کې کار وشي، هېوادوال به د ټولنیزې هوساینې، سیاسي ثبات او اقتصادي ودې شاهدان وي. دا ټول په داسې حال کې دي چې افغانستان لږترلږه له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د قومي او مذهبي ډلو ترمنځ د ناندریو او جګړو شاهد دی. وختناوخته د سیمې او نړۍ هېوادونو په افغانستان کې د قومي تنوع له منفي اړخونو ګټه پورته کړې او په دې هېواد کې یې خپلو نیابتي جګړو ته دوام ورکړی دی. ترمتځ یې هېڅ یو قوم سوکالي او بریا نه ده ترلاسه کړې. د سیاسي ګوندونو ناکامي او زوال، جهادي ډلې، د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ دوره او نور جنګیالي ګوندونه د قومي بې اتفاقۍ ښکاره بېلګې دي. تر دې حده چې جمهوري نظام هم دوام ونه کړ او په قومي مسایلو کې دخیل و او وپرځېد.