۸صبحو کابل: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، په متحده عربي اماراتو کې ۴۲ افغانان چې د دغه هېواد په بېلابېلو بندخونو کې بندیان و، د یاد هېواد د مشرتابه د بښنې له فرمانه برخمن شوي دي.
د نوموړي وزارت ویاند ضیااحمد تکل پنجشنبه د غويي پر ۲۰مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د دغو کسانو یو شمېر یې ازاد او پاتې به یې په «نږدې» راتلونکي کې خوشې شي.
په متحده عربي اماراتو کې د دغو کسانو د بندي کېدو د لاملونو په تړاو څه ویل شوي نه دي.
د یادونې ده چې پروسږکال هم متحده عربي اماراتو ۱۲ افغانان له خپلو بندخونو خوشې کړي و.