۸صبح، خوست: په خوست کې د باروړنکو موټرو ځينو چلوونکو په دغه ولایت کې د ترانزیت پرمخ د غلامخان دروازې د تړلو خبر ورکړی دی.
سرچینو سهشنبه د مرغومي پر ۲۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا دروازه پرون ماښام د پاکستاني پولهساتو له لوري تړل شوې او دمګړۍ لسګونه باروړونکي موټر د دروازې په دواړه خواوو کې ایسار پاتې دي.
دا دروازه وروسته له هغې تړل شوې چې پاکستاني پوځيانو افغان موټرچلوونکو باندې د ویزې درلودلو شرط جبري کړی دی.
په دې اړه طالبانو او پاکستاني لوري لا په رسمي توګه څه ویلي نه دي.
ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې دمګړۍ له پاکستان سره په ټولو دروازو کې ترانزیت او د سوداګریزو مالونو تګ راتګ په ټپه ولاړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې له څلورو ورځو راهیسې تورخم دروازه هم تړلې ده او دواړو غاړو ته سلګونه باروړونکي موټر او لویې لارۍ ایسارې پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې له ۹۰ ورځو راهیسې د سپین بولدک لار هم بنده ده. دا دروازه هغه مهال وتړل شوه چې پاکستاني لوري پر دې لار د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط جبري کړ. خلکو بیا د پاکستان دې کړنې ته په غبرګون کې له تېرو ۹۰ ورځو راهیسې پرلت کړی او دواړو خواوو ته کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.