له طالبانو سره د پاکستان اړیکې د افغانستان د وضعیت د ډېرو څارونکو او شنونکو لپاره یوه معما ښکاري. له یوې خوا د افغانستان دننه او بهر ټول پوهیږي چې د طالبانو ډله په سیمه کې د خپلو سټراټېژیکو موخو لپاره د پاکستان لخوا جوړه شوې او د هغه په بې دریغه ملاتړ سره واک ته رسیدلې ده. دغه راز په افغانستان کې د طالبانو بریا د پاکستان یوه ستره سیمه ییزه لاسته راوړڼه او د هند سیمه ییز نفوذ ته یو ګوزار وګڼل شو. خو له بلې خوا د طالبانو او پاکستان تر منځ لفظي ترینګلتیاوې، له غوسې ډکې او کله ناکله کرکجنې څرګندونې او د دې ترڅنګ د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو تر منځ څو اړخیزې او پیاوړې اړیکي او هغه ستونزې چې په دې وروستیو کې یې دا ډله د پاکستاني پوځیانو لپاره رامنځته کوي، مهمې پوښتنې راولاړوي. ظاهراً، پاکستاني طالبان د پاکستان له واکمنانو سره نه پخلاکېدونکی دښمني لري او د دغه هېواد له پوځ سره د دې ډلې ترینګلې اړېکې که هغه د اوربند په دورو کې وې او که د جګړې او نښتو په دورو کې کله هم داسې لوری ته نه دي سیخې شوي چې د دې کیسې د پای زیری ورکړي.
د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ پېچلې اړیکې د افغانستان په سیاسي حلقو کې د حیرانتیا لامل شوې او د ډېرو څېرو او خوځښتونو لپاره یې حیرانوونکې پایلې لرلې دي. یو شمېر افغان سیاسي فعالان چې له تېرې نیمې پېړۍ راهیسې په خپل هېواد کې د جګړې او ناامنیو اصلي سرچینه پاکستان ګڼي، د پاکستان پر وړاندې د یو شمېر طالب مشرانو له انتقادي دریځه خوښ دي او وايي چې له طالبانو سره له خپل مخالفت سره سره، له پاکستان سره د دې ډلې د مخالفت هر کلی کوي او په دې برخه کې به د طالبانو ترڅنګ وي. د طالبانو یو شمېر نور مخالف سیاستوال چې پاکستان د طالبانو تر ټولو مهم ملاتړی ګڼي، د دواړو تر منځ هر ډول ترینګلتیا په نیک فال نیسي او د طالبانو پر وړاندې د ځینو پاکستاني مشرانو د توندو څرګندونو هرکلی کوي. هغوی دا د پاکستان په سیاست کې د یوه بدلون نښه ګڼي او دې پایلې ته رسېدلي چې د خپل تر ټولو مهم ملاتړی په له لاسه ورکولو سره د طالبانو ټغر په ټولېدو دی او د زوال زنګ به یې ووهل شي.
بېلابېل نظرونه همدلته پای ته نه رسېږي. یو شمېر افغان سیاستوال تصور کوي چې له پاکستانه د طالبانو واټن اخیستل به په دې ډله کې د نورو هېوادونو د نفوذ زمینه برابره کړي او ایران، قطر، ترکیې او ان روسیې ته به موکه ورکړي چې دغه ډله بل لوري ته رهبري کړي او طالبانو به د خپل رژیم د سقوط د مخنیوي لپاره له نورو ډلو سره پخلاینې ته مخه کړي. له بلې خوا ځیني کسان بیا اندېښنه څرګندوي چې له طالبانو سره د پاکستان ترینګلتیا ښايي د دې لامل شي چې دغه هېواد د داعش په ګډون د نورو وسله والو ډلو ملاتړ وکړي او دا کار په افغانستان کې یوې داسې نوې بلوا ته لار پرانېزي چې د جګړې او پراخو نا امنیو د نوي پړاو پیل به وي. له بلې خوا د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو فعالانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې هیله من دي چې له طالبانو سره د پاکستان ترینګلتیا به د پاکستان د لا کمزورتیا او ان د سقوط لامل شي او له افغانستان سره د اوږدې دښمنۍ غچ به ترې واخیستل شي.
ښایي په درې واړو شننو کې ځينې څو اړخیز حقایق نغښتې وي، خو نشي کولای چې خپل بشپړ تصویر وړاندې کړي. داسې تصویر چې وکړای شي موږ د دې مسألې جامع درک ته ورسوي. په دې برخه کې د سردرګمۍ د کمولو لپاره اړینه ده چې د تاکتیکونو او سټراتیژیو ترمنځ توپیر وشي. د بېلګې په توګه پاکستان له نیمې پېړۍ راهیسې په افغانستان کې تر بنسټپالو ډلو ښه متحدان نه دي لرلي او هغه بنسټپالې ډلې چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته قومي نفوذ لري، د دغه هېواد د ګټو تر ټولو غوره ساتونکي دي چې په مستقیمه توګه د دې هیواد د ملي امنیت په خدمت کې دي او پاکستان ته یې اهمیت حیاتي دی. نه په پاکستان او نه په افغانستان کې پښتانه ملتپال داسې رول لوبولای شي او نه هم د افغانستان په شمال، مرکزي سیمو او سویل لوېدیځ کې نورې سیاسي ډلې. پاکستان به هېڅکله داسې ځواک له لاسه ورنه کړي او نه به د طالبانو پر ځای کوم بل ځواک وټاکي. دغه راز طالبان کولای شي له بل هر هېواد سره په تاکتیکي ډول اړیکې ولري، خو هېڅ هېواد د دوی ستراتیژیک پناه ځای نه شي کېدای او د پاکستان په څېر یې په سختو حالاتو کې مرستې ته نه شي وردانګلای. نو طالبان به هم د پاکستان پر ځای کوم بل هېواد غوره نه کړي.
ښايي وپوښتل شي چې که خبره داسې ده نو ولې د طالبانو ځينې مشران له پاکستانه ناراضه دي؟ پاکستاني طالبان چې د دې حکومت دښمنان دي ولې د افغان طالبانو تر ملاتړ لاندې دي؟ ولې ځینې پاکستاني مشران د افغان طالبانو د مخالفو ډلو ستاینه کوي؟ دا پوښتنې هغه وخت راپورته کیږي چې د سیاست په نړۍ کې عامې پیچلتیاوې په پام کې ونه نیول شي. د بېلګې په توګه کېدای شي یو شمېر طالب مشران له پاکستانه خوښ نه وي، خو شخصي احساسات او سازماني سټراټېژیکې ګټې یو تر بله دوه بېل عناصر دي او په سیاست کې دا دویم عنصر دی چې ټاکونکی دی. دغه راز د طالبانو مشران پوهېږي چې پر پاکستان د دوی ډېره تکیه د دې ډلې د ملي مشروعیت خنډ ګرځي او دوی د دې لپاره چې ځان خپلواک وښيي، له پاکستان سره محدودې او کنټرول شوې ترینګلتیا ته اړتیا لري. دا مسأله د پاکستان لپاره د درک وړ ده.
له بلې خوا د پاکستان یو شمېر سیاسي څېرې ښايي په افغانستان کې د نورو سیاسي ډلو په اړه مثبت نظر ولري، خو دغه څېرې د پاکستان په دولت کې ټاکونکی رول نه لري او د سټراټېژۍ جوړوونکي نه دي. دلته هم باید پر یوه ځانګړي پړاو راټولو احساساتي خبرو او سټراتېژیکو پلانونو ترمنځ توپیر وشي. دا ډول څرګندونې یو ډول فشار کېدای شي څو افغان طالبان له پاکستاني طالبانو خپل ملاتړ محدود وساتي. له نورو افغان سیاسي ډلو سره د پاکستان ښې اړیکې د طالبانو تر کنټرول لاندې ساتلو لپاره یو تاکتیکي اقدام دی، نه د دغه هېواد په سټراتټژیکه تګلاره کې کوم بدلون. له ټي ټي پي سره د افغان طالبانو ښې اړیکې د پاکستان لپاره د درک وړ دي او د قضیې اصل د دغه هېواد لپاره منل شوی دی، یوازینی شی چې د دغو اړیکو حجم او پراخوالی دی، باید له یوې ټاکلې پولې تېر نه شي. افغان طالبان د دې مسألې په درک کولو سره هڅه کوي چې له دې ډلې سره خپلې اړیکې تر هغه حده وساتي، چې د دغه هېواد سرې کرښې تر پښو لاندې نه شي.
خو په اوږد مهال کې د طالبانو په څېر پر افراطي ډلو پانګونه که د پاکستان او یا د نورو دولتونو لخوا وي، د سیمې خلکو ته زیان رسوي او د دغو هېوادونو د ټيکاو او پایېدونکې پرمختګ مخه ډب کوي او د یوه ساعتي بم په څېر ده چې د سیمه ییزو یا نړیوالو معادلو په بدلون سره د لویو او ویجاړونکو چاودنو لامل کیږي. سالمه پالیسي دا ده چې د خلکو ګټو ته د سیاسی څېرو او کړیو پر ګټو لومړیتوب ورکړي او د سیمې ملتونه د افرادو او ډلو د محدودو پلانونو قرباني نه کړي، هغه څه چې تر اوسه شوي دي. لکه څنګه چې په پرېکنده ډول د نړیوالو پیښو وړاندوینه ستونزمنه ده، د طالبانو او پاکستان د اړیکو راتلونکی هم خړپړ ښکاري او تر هغو چې د پاکستان په پالیسۍ کې سټراټېژیک بدلون نه وي راغلی، د دواړو هېوادونو په اړیکو کې بې ثباتي به پر خپل ځای پاتې وي.