د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي پر نهمه پنجشېر کې د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان وکړ، چې تر دې وروسته دې د سړیو او ښځو سالونونه بېل او په ودونو کې دې موسیقي نه غږول کېږي. دغه راز د پنجشېر په هوټلونو او رسټورانټونو کې به د الکولي مشروباتو له څښلو مخنیوی کېږي. د پنجشېر ځينې اوسېدونکي او مدني فعالانو د دې ویناپاڼې په غبرګون کې ویلي، طالبان دې د دغه ولایت له «بدنامولو» لاس واخلي.
له بلې خوا پنجشېر کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، دا بندیزونه ټولو ولایتونو کې وضع شوي دي. پنجشېر کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، دا دستور په ټول هېواد کې د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت له لوري وضع شوی دی.
پنجشېر کې مدني فعال مصمم شریفي د دې محدویتونو په غبرګون کې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، طالبان د دې محدویتونو په وضع کولو سره غواړي، په دغه ولایت کې د خلکو د مسالمتآمیزه اعتراضونو مخنیوی وکړي. شریفي زیاته کړه: «د طالبانو دا نوي بندیزونه تر هغه وروسته وضع شول، چې د یو ځوان له وژلو وروسته خلکو په اعتراضونو لاس پورې کړ. په هغه اعتراض کې د پنجشېر ښځې او سړي سړکونو ته راووتل او د بې عدالتیو پر وړاندې یې لاریون وکړ. د طالبانو دا ویناپاڼه هسې اوازه ده. دا ټول محدودیتونه د منتقدانو د ځپلو لپاره دي.»
پنجشېر کې یو بل مدني فعال قندآغا واثق وايي، تر اوسه د دغه ولایت هوټلونو او رسټورانټونو کې د محلي موسیقي له غږولو پرته نه الکولي مشروبات څښل کېدل او نه هم د هوټلونو او رسټورانټونو سالونونه ګډ و. نوموړي زیاته کړه: «پنجشېر کې له پخوا تر اوسه ان د واده هوټل شتون نه لري. دې ولایت کې تر ننه چا ته د الکولي مشروباتو د څښلو اجازه ورکړل شوې نه ده. پنجشېر له پخوا راهیسې مجاهدي مېشتی ولایت دی، طالبان دې اوس د دې ولایت خلکو ته اسلام نه ورزده کوي. پنجشېر کې شراب څښل او د ښځو او سړیو ګډ سالونونه هسې یو دروغ دي.»
ورته مهال د پنجشېر اوسېدونکی خلیل صبر وايي، طالبان دې په بېلابېلو بهانو دا ولایت نه بدناموي.
له دې ټولو سره پنجشېر کې طالب چارواکي د بدنامولو دا ادعاوې ردوي وايي، دا محدویتونه په ټولو ولایتونو کې په یو ډول وضع شوې دي. د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملکزاده ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دا محدویتونه ټولو ولایتونو کې وضع شوي دي. نوموړي زیاته کړه: «دا محدویتونه په ټول افغانستان کې وضع شوي او پنجشېر هم د دې هېواد یوه برخه ده او له شک پرته کوم موارد چې دې ویناپاڼه کې راغلي، د هېواد په رسټورانټونو او هوټلونو کې لیدل کېدل. زموږ ویناپاڼه پنجشېر ته ځانګړې شوې نه ده.»
څه موده وړاندې د طالبانو سرپرست حکومت پنجشېر کې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه د نامسووله کسانو پر تګ راتګ محدودیتونه وضع کړي و. هغه مهال دا اقدام د دغه ولایت د اوسېدونکو او مدني فعالانو غبرګون راپاروه. د دغه ولایت مدني فعالانو د طالبانو دا اقدام «غچ اخیستنه او د خلکو ځورول» بللي وو.