په ننګرهار کې د مروارید ۲ کانال رغنيزې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه کانال د ۲ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی چې سلګونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي.
د ننګرهار سيمهييز چارواکي وايي ياد کانال د دې ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کچړې سیمه کې موقعيت لري چې رغنيزې چارې يې د جاپان PMS موسسې او د سیندیزې حوزې په همغږۍ بشپړې شوې دي.
مرواريد کانال په ۲۰۰۲ کال کې د PMS موسسې مشر جاپاني الاصله افغان ډاکتر تیتسو ناکامورا له خوا ورغول شو چې د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند ۳۰۰۰ جريبه للمي ځمکه يې خړوبه کړې او خلکو ته يې د کر کېلې زمينه هم برابره کړې ده.
د ننګرهار د سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د دغه کانال په جوړولو سره ۴۹۳ هکتار نوې ځمکې په ګډون به په ټولیز ډول د ۸۵۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او ۳۳۵۰ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده چې ډاکتر ناکاموره تېر کال په جلالاباد ښار کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.