افغانستان له زمبابوې سره د ټېسټ په دویمه لوبه کې بریا ترلاسه کړه
۸صبح، کابل

افغانستان د ټېسټ دویمه لوبه د ۶ وېکټو په توپیر وګټله، د حشمت الله شهیدي او د اصغر افغان اوږده ملګرتیا او د راشد خان غوره توپ اچونه د دې باعث شوه چې زمبابوې ته ماتې ورکړي او یاده لوبلړۍ مساوي پای ته ورسوي.
دغه لوبه چې د عربي متحده اماراتو په شېخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، په پیل کې پچه افغانستان وګټله او خپله یې د لومړۍ لوبې په څېر د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې، د لومړۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان یوازې د څلورو وېکټو په غورځېدو د لوبډلمشر اصغر افغان او حشمت الله شهیدي د تاریخي ۳۰۷ منډو ملګرتیا پر مټ ۵۴۵ منډې ترسره کړې، ابراهیم ځدراڼ د تېرې لوبې په څېر ښه وځلېد او ۷۲ منډې یې جوړې کړې، جاوید احمدي ته چې په لومړۍ لوبه کې ځای نه و ورکړل شوی په دویمه لوبه کې ښه و نه ځلېد او یوازې څلور منډې یې ترسره کړې. په ټوله کې د حشمت الله شهیدي ۲۰۰* نا سوځېدلو، اصغر افغان ۱۶۴ او د ناصر جمال ۵۵* نا سوځېدلو منډو وکولی شول چې افغانستان د خپل ټېسټ کرکټ ډېرې منډې ترسره کړي. د افغانستان په توپ اچوونکو کې راشد خان څلور، حمزه هوتک درې او سید شیرزاد د زمبابوې دوه لوبغاړي وسوځول.
کرکټ بورډ زياتوي، زمبابوې خپله دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۶۵ منډې جوړې کړې، چې د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ څخه پاتې ۲۵۸ منډو پوره کولو ترڅنګ یې افغانستان ته د ۱۰۸ منډو هدف وټاکه. د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان یو ځل بیا غوره توپ اچونه ترسره کړه او د زمبابوې ۷مهم لوبغاړي یې وسوځول، ترڅنګ یې حمزه هوتک، سید شیرزاد او جاوید احمدي هر یو یوه – یوه وېکټ ترلاسه کړه.
افغان توپوهونکي د خپلې دوېمې پاڼۍ توپ وهنې لپاره لوبغالي ته راغلل او د څلور ویکټو په غورځېدو یې ۱۰۸ منډې ترسره کړې، چې پکې د رحمت شاه ۵۸ او د ابراهیم ځدراڼ ۲۹ منډې د یادولو وړ دي.
حشمت الله شهیدي د تاریخي ناسوځېدلې غبرګې سلیزې او (۲۰۰) منډو په مټ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.