۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر مرستیال او سرپرست مارکس پوټزل، د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې ویلي چې که طالبان د افغانستان د خلکو له حقونو په ملاتړ او له نړیوالې ټولنې سره په رغنده تعامل کې پاتې راشي، دا هېواد به له ناڅرګند راتلونکي سره مخ شي.
پوټزل د سه شنبې په ماښام د ملګروملتونو سازمان په امنیت شورا کې چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې ناسته ترسره کړې وه، دا خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه: «که طالبان ونه شي کولاي د ټولو افغانانو له حقونو ملاتړ وکړي او له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل ولري، افغان به د څو پارچه کېدو، انزوا، بې وزلۍ او کورنیو نښتو په ګډون ناڅرګند راتلونکي سره مخ وي.ِ»
د ښاغلي پوټزل دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له ترهګرۍ سره مبارزه، او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د وګړو د اساسي حقونو خوندیتوب او د ټولګډونه دولت جوړول د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ له شرطونو څخه دي.
خو طالبان تل ټینګار کوي چې دوی د اسلام په چوکاټ کې بشري حقونو ته درناوی کوي او ټولګډونه دولت یې جوړ کړی دی.
له دې مخکې هم مارکس پوټزل له یو شمېر افغان سوداګریزو مېرمنو سره په کتنه کې، د افغان مېرمنو له حقونو د نړیوالې ټولنې پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی و.