د طالبانو له راتلو سره به مو کله مخامخ او کله په ویډیوګانو کې خلک لیدل چې له دولتي ادارو څخه به يې شیان چور او تالا کول. ما یوې ویډیو کې ولیدل چې یوه بوډا سړی یو وړوکی میز را په شا کړی دی چې د خوراک څښاک لپاره به کارېده.
له ما سره به پوښتنه وه چې دوی ولې خلکو ته د چور او چپاول اجازه ورکوي؟
اوس چې د طالبانو چارواکي وینم، واک یو ځای چلوي او د سوداګرۍ ځای يې بل دی. ګټه یو ځای کوي او وړي يې د مصرف ځای يې بل دی. د پښتو متل په ژبه کوړ کوړ يې یو ځای خېژي، خو هګۍ بل ځای اچوي، نو هغه پوښتنه را ته حل شوه چې دوی ولې خلکو ته د چور اجازه ور کوله.
اصلا دوی د وطن د مالکیت احساس نه لري، زړه يې پرې نه بدېږي، دا ځای یوازې او یوازې ورته د ګټې ځای دی، دا واک ورته د پیسو ډېرولو چانس دی، له دې امله يې په هره برخه کې اوس هم چور جوړ کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له ځان سره د مولوي مختاړی او وروسته د متقي وروستاړی هم لري، یعنې هم ملا دی او هم پرهیز ګاره، ښه سړی او پر شریعت برابر، خو له دې هر څه سره يې د همدې مقام، وزارت او جنګ له برکته د پاکستان کوټې ښار کې په زرګونو جریمه ځمکې اخیستې دي، لویې کالونیانې يې جوړې کړې او په دې برخه کې یو طالب چارواکی ور سره شریک دی.
اوس يې په کابل کې هم د ځایونو اخیستو، غصبونو او پر مهمو دولتي چوکیو د خپلو خپلوانو نصبونو ته لاس اوږد کړی دی. البته لویه برخه پیسې يې له هېواد څخه پاکستان ته انتقال کړې دي؛ ځکه د دوی د سوداګرۍ مرکز هماغه دی، افغانستان د مېشتېدو موقت ځای دی، اصل ځای پاکستان دی، د هماغه تابعیت کارډونه يې د ټولې کورنۍ لپاره جوړ کړي دي او له دې امله په لوی زړه او کامل اطمینان خپلې لاس ته ورغلې سرمايې هلته نقلوي.
د طالبانو یو بل ټیټ رتبه چارواکی دی، تازه يې د کوټې پر کاسي روډ دویم پوړ یعنې پر بام یو دوکان په ۴۰ لکه کالدارې اخیستی دی، دا کس هم مولوي دی، خلک هر وخت مولوي صاحب ورته وايي، اوږده ږیره، لویه لونګۍ، را لوړې پایڅې او په لاس کې تسپې نیول يې دا په ګوته کوي چې ظاهرا ښه پر شرعه برابر کس دی، خو همدا مولوي عبد الباقي چې تازه د سپين بولدک د ښاروال معاون او تر دې پخوا ښاروال و، د پیسو یوه لویه بوجۍ څنډې ته کړې ده. مولوي باقي د خپلې ښاروالۍ مهال په یوه پروژه کې دومره فساد وکړ چې د ښار عام خلک يې هم په هر څه پوه شول، له دې امله يې رتبه ور کښته کړه، نوی ښاروال راغی او دی يې ور معاون کړ.
دې کس خپله کورنۍ په کوټه کې ساتلې ده، د هغه یو بل ورور چې څلور زامن يې په طالبانو کې وژل شوي دي، ملا صحت نومېږي. هغه ډېر وخت په کوټه کې اوس هم اوسي، مولوي باقي په کوټه کې خپلو وریرونو ته کار او معاملې لپاره هم پرېمانه پیسې ورکړې دي او د جایدادونو اخیستل يې هم په کوټه کې پيل کړي دي. د هغه د کورنۍ ماشومان په کوټه کې تعلیم کوي او د ده یوه وراره د افغان ماشومانو یو دولتي ښوونځی غصب کړی، مدرسه يې ځنې جوړه کړې ده او یوه برخه يې د خپل کور لپاره ځانګړې کړې ده.
د طالبانو اوسني امیر په کچلاغ کې یوه ستره مدرسه درلوده، هغه مدرسه اوس هم فعاله ده او خورا زیات شمېر طالبان په کې شته، پر دروازه يې وسله وال طالبان پیره کوي، د مدرسې دننه يې پر دېوالونو لیکلي وي چې د افغانستان د اسلامي امارت د کماندو مدرسه، هبة الله اخوندزاده پاکستانۍ تابعیت درلود، له دې امله يې په ټوله شل کلنه دوره کې هلته ازاد تګ راتګ کولای شوای، د هغه مدرسه یوې بلوڅې کورنۍ ور چلوله، هغې سترې کورنۍ په تور بازار کې خورا زیاتې پیسې تاوبلا کولې، هغه کورنۍ اوس هم په کچلاغ کې اوسي، د تورو شیشو موټرو کې له پاکستانه ـ افغانستان ته اوړي او بېرته همداسې راځي، د کاروبار او کش و پش پوښتنه دې اوس څوک نه کوي.
تر دې پخوا د طالبانو یو بل امیر اختر منصور هم پاکستان تابعیت اخیستی و، هغه په همدې کارډ سره امارتو ته دوه ځله سفر کړی و، د امارتو له دوو سترو شرکتونو سره يې تجارتي پارټنرشيپ در لود، وروستی ځل چې کله د ایران له خوا بلوچستان ته داخل شو، نو یوې امریکايي ډرون په نښه کړ.
د طالبانو بیخي زیات شمېر لوی رتبه چارواکي د پاکستان تابعیتونو اوس هم جوړوي او که کارډ يې تر وخت تېر شوی وي، بېرته يې نوي کوي. پاکستان کې د طالبانو اوسنی استازی سردار محمد شکیب چې دوه ځله پاکستان کې بندي شوی هم دی، د پاکستان تابعیت لري او د جمهوریت د سقوط مهال يې وخت پوره شوی و، چې یو کال وروسته يې د زیاتو پیسو په ور کړه سره بېرته نوی کړ.
زموږ د شخصي معلوماتو پر اساس چې د پاکستان دوو سترو ایالاتونو پلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د طالبانو پخوانۍ مدرسې اوس هم یو نه یو ډول فعاله دي، دوی په هغه هیواد کې خپل شخصي جایدادونه هم ساتلي دي، له دوی سره د جنګونو مهال کومک کوونکي تجاران اوس په هیواد کې له دوی څخه د خپل کړي خدمت په بدل کې غوړې غوښتنې لري، دا چې طالبان زیاتره په کاروبار نه پوهېږي، نو زیاتره ګوښې ته کړې پیسې يې هم خپلو پخوانو شناخته تجارانو ته ور کړې دې چې هغه يې له خپلو کاروبار سره یوځای وچلوي او ګټه وټه به يې ترمنځ مشترکه وي.
لنډه دا چې افغانستان د دوی لپاره د سرو زرو چرګ دی، له هغه ځای څخه دوی یوازې د شخصي ګټې استفاده کوي، نه يې خاوره ورته مهمه ده، نه يې ملت ورته اهمیت لري او نه يې پرمختګ غواړي، دوی پوهېږي چې په دې کارونو سره موږ دلته ډېره بقا نه لرو، له دې امله يې په هره برخه کې چور شروع کړی دی. ماليې يې اوچتې کړې دې، اداري فساد داسې کوي لکه حلال کاروبارو، تر مختلفونو نومونو لاندې له خلکو هم پیسې اخلي، بهرنۍ موسیساتې په یوه او بل نامه دې ته مجبوروي چې دوی ته باج ور کړي، زیاتره يې په کارونو کې لاسوهنه کوي او مرستې يې د مستحقو خلکو پر ځای هغو کسانو ته ور کوي چې یا طالبان دي یا هم د دوی متعلقین، په دې سره د مرستندویه موسیساتو کارونو کې هم خنډونه پېښ شوي دي.
د واک په لومړیو شپو کې يې زیاتره مشرانو لمنځونه هم مسافرانه کول، د فقهې په اصطلاح هغه ورته اقامت ګاه ده، اصل وطن يې پاکستان دی، ځکه کور يې هلته دی، کورنۍ يې هلته ده، سرمایه هلته وړي او د سوداګرۍ و معاملې مرکزي برانچ يې هم پاکستان کې دي. دغه د اوسنیو واکمنو د اعمال یوازې د ګوتو په شمار بېلګې دي، که څراغ پسې واخیستل شي، نو دومره بېلګې به راوړل شي چې څو ټوکه کتاب به يې نه شي ځایولای.