د پل علم ښار د لوګر ولایت مرکز، یو شمېر هټۍ وال او سوداګر، د دې ولایت د مستوفیت د کارکوونکو پر دوه ګوني چلند او آن زور ویلو نیوکه کوي. په لوګر ولایت کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین بیا دا خبرې نه مني او وایي څوک چې خپلې مالیې نه ورکوي، جدي چلند ورسره کوي.
محمد سالم کابو دېرش کاله کیږي چې په پل علم ښار کې هټۍ وال دی. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د مالیې په ورکولو کې هېڅ مخالفت یا ستونزه نلري او د ۱۴۰۰ کال مالیه یې هم ورکړې ده. دا هټۍ وال زیاتوي چې له دې سره هم د مستوفیت کارکوونکي د مالیې ورکونکو له کوم لېست او د ثبت جدول پرته هر اوونۍ، ده ته راځي او څېړنې ترې کوي.
په همدې حال کې د دې ولایت یو سوداګر چې نه یې غوښتل په رپوټ کې یې نوم واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د لوګر ولایت د مستوفیت د عوایدو ادارې کارکوونکي د پروګرام د نشتوالي ترڅنګ، له هغوی سره په تاوتریخوالي چلند کوي. ده زیاته کړه چې د دې ولایت له مستوفیته د دوو مکتوبونو د لېږلو سره چې د مالیې د لوړوالي له امله ونتوانېد چې لاسلیک یې کړي، د وسله والو کسانو له خوا ترې څېړنې شوې دي چې باید ور یې کړي.
علي اکبر چې له یوې میاشتې کمه موده کیږي موبایل پلورل یې پیل کړي، وایي چې په څلوېښت زره افغانۍ یې دا کار پیل کړی او د مستوفیت ادارې د مالیې په پارچه کې، له ده پنځوس زره او ۴۹۰ افغانۍ غوښتل شوې دي. دی وایي: «ډېری کارکوونکي د اړیکو او پېژندګلویو پر بنسټ چلند کوي، له یوه کس سره د پېژندګلوۍ پربنسټ، د پنځوس زره افغانیو پر ځای درې زره افغانۍ مالیه اخلي، خو څوک چې پېژندګلوي یا اړیکې نلري، له دېرش تر څلوېښت زره افغانیو پانګې له پينځه سوه زره افغانیو ډېره مالیه په زور او تاوتریخوالي سره ټاکي او ترې اخلي یې.» دغه هټۍ وال د طالبانو د چارسمبالي حکومت له مسوولینو غوښتي چې په دې برخه کې جدې پام وکړي او د مستوفیت اداره هم د ماليې اخیستو لپاره منظم پلان او د مالیې په راټولولو کې اصل په پام کې ونیسي.
علي اکبر جوته کړه چې د مستوفیت اداره د منظم جدول او د ټولو هټۍ والو د نوملړ له مخې، سوداګر او کسبګر وپېژني او په ښه چلند بې له زور ویلو او تاوتریخوالي د ولسواکۍ او انسان دوستۍ له مخې مالیه وټاکي او راټوله یې کړي.
د لوګر د مستوفیت د کوچنیو مالیو ورکونکو آمر، عبدالرفیع مدقق د سوداګرو او هټۍ والو یو لړ ستونزې مني او وایي چې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د مالیې وزارت اصلي موخه له سوداګرو او هټۍ والو سره پر ښه چلند ټینګار دی. مدقق زیاتوي چې د دې ولایت د مستوفیت اداره د اقتصادي پروژو د پرمختیا پربنسټ دنده لري ترڅو د مالییو د راټولولو له لارې د هېواد د اقتصاد کچه لوړه کړي. ده جوته کړې ده: «د دې ولایت د مستوفیت ادارې، د دې موضوع د حل کولو او له سوداګرو او هټۍ والو سره د همکارۍ او لا ډېر پوهاوي لپاره د دې ولایت په ښار کې دننه د لاسپيکر له لارې خلکو ته خبرداری ورکړی؛ خو د خلکو له بې پامیو سره، دا اداره اړ شوې چې دا موضوع د ملي امنیت، امنیې قوماندانۍ او ولایت ادارې سره شریکه کړې او د دغو ادارو په مرسته خلک اړ کړي چې خپلې مالیې په ټاکل شوې موده ورکړي.»
د دې ولایت د مستوفیت مسوولینو، د مخکینې حکومت په پرتله د مالیې ټولولو له زیاتوالي خبر ورکړی. عبدالرفیع د دغه زیاتوالي لامل د ټولو شپږو ولسوالیو فعالېدل بولي چې په مخکینې دولت کې د جګړو او ناامنیو له امله دي ډېرو ولسوالیو سقوط کړی و او یا یې هم خدمات نه وړاندې کول.
په همدې حال کې په لوګر کې د طالبانو مرستیال والي، انعام الله صلاح الدین، وایي چې په هېڅ ډول له هټۍ والو او سوداګرو سره تاوتریخوالی نه دی شوی، بلکې د مستوفیت د ادارې د کارکوونکو له خوا د رنجرو د لاسپیکر له لارې څو ځله خبرداری ورکړ شوی چې سوداګر او هټۍ وال خپلې مالیې بانکونو ته ورکړي. د صلاح الدین په وینا، کوم هټۍ وال چې د مستوفیت د کارکوونکو د ورتګ او د ملي امنیت ادارې او طالبانو د امنیې قوماندانۍ له سرتېرو شکایت لري، دا مورد د نه تسلیمولو او بانکي سندونو له امله و چې ډېرو هټۍ والو د مالیې له ورکولو وروسته مستوفیت ته نه دی ښودلی او له ځان سره یې بیولي او دا کار ناسم پوهاوی دی.
په لوګر کې دغه لوړپوړي چارواکي د خلکو د شکایتونو د حل او سوادګرو او هټۍ والو ستونزو ته د رسېدنې لپاره خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دې ولایت مشرتابه د خلکو په خدمت کې ده او په هېڅ ډول نه غواړي خلک وځورول شي او یا له هغوی سره تاوتریخجن چلند وشي.