۸صبح، لوګر: په لوګر کې ځايي سرچینې وايي چې ناپېژانده وسلهوالو په دغه ولایت کې یو کس په ډزو وژلی دی.
دا پېښه سهشنبه د کب پر ۲۲مه له غرمې وروسته د لوګر مرکز پلعلم په پادخوابشانه سیمه کې شوې ده.
وژل شوی کس سېداغا نومېده.
ورته مهال، په لوګر کې د طالبانو امنیې قواماندانۍ رسنیز دفتر هم د پېښې پخلی کړی؛ خو د څرنګوالي په اړه یې جزییات نه دي وړاندې کړي.
په وروستیو ورځو کې د هېواد په ځينو سیمو کې جنايي پېښو زور اخیستی دی.
د راپورونو په حواله، په تېره یوه اوونۍ کې په غزني، پکتیا، بلخ او کابل کې څو کسان وژل شوي دي.