له ننه سل ورځې مخکې، طالبانو ډلې د لوېديځ په تېره بیا امریکا ملاتړي جمهوري نظام ته د پای ټکی کېښود. افغانستان له یوې روښانه دورې وروسته، یو ځل بیا په مذهبي او قومي کړکېچ کې راګیر شو.
اوس چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ سل ورځې تېرېږي. خلکو ته د طالبانو سوغات، د هېواد بیا انزوا ته تلل، د مدني ټولنې له منځه تلل، د بیان آزادي، د ښځو محرومیت او د یو اړخیزې واکمنۍ رامنځته کېدل دي. د هېواد بانکي شتمني کنګل شوې او سلګونه زره دولتي کارکوونکي د خپلو معاشونو په تمه دي. بې وزلي، لوږه او وزګاري په به مخینې توګه زیاته شوې او دغه وضعیت خلک کډوالۍ او له هېواده تېښتې ته اړ کړي دي. طالبان هماغه شان د خپلو اصولو پر عملي کولو ټینګار لري او نړۍ د پرانیستې سیاسي فضا او د هېواد په چارو کې د نورو سیاسي لوریو د ګډون غوښتونکې ده. د همدې لپاره تراوسه هېڅ ګاونډي، د سیمې او نړۍ هېوادونو د طالبانو واکمني او حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
له هېواده د خلکو او سیاستوالو تېښته
کابو درې میاشتې مخکې، طالبانو له شل کلنې جګړې او وینې توییولو وروسته، کابل او د هېواد دېری ولایتونه له جګړې پرته په څو ورځو کې ونیول. مخکیني پوځي قوماندانان، سیاسي مشران او د طالبانو ډلې مخالفین له بېلابېلو لارو له هېواده وتښتېدل. کابل ته د طالبانو د راتلو په لومړۍ ورځ، په لسګونه زره وګړي د کابل هوايي ډګر ته له هېواده د وتلو په نیت ولاړل. د امریکا پر پوځي الوتکو د خلکو ځانونه ځړول او د الوتکو له وزرونو د څو تنو غورځېدل د نړۍ د رسنیو سرکرښې وې. څو ماشومان په الوتکو کې نړۍ ته راغلل.
د مخکیني دولت د سیاستوالو او چارواکو د مالونو ضبط
طالبانو د کابل په ګډون لویو ښارونو ته د راتلو په لومړیو ورځو، د مخکیني دولت د چارواکو او پېژندل شویو سیاسي کسانو موټر ونیول. د دوی کورونه یې تلاشي او دولتي او شخصي مالونه یې ترې یووړل.
د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل او د ښځو اعتراض
د طالبانو د راتلو لومړنی خبر جوړونکی کار، د نجونو ښوونځیو تړل و چې د دوی له واکمنۍ د سلو ورځو په تېرېدو سره تراوسه تړلي دي. لومړنۍ ډله چې د طالبانو ددغه اقدام په وړاندې یې مدني اعتراض وکړ، افغان نجونې او مېرمنې وې. نجونو او مېرمنو د څو اوونیو لپاره په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو پرخلاف مدني اعتراضونه وکړل. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په کابل او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ښځو مدني اعتراضونه د نوي نسل د تېرو شلو کلونو د لاس ته راوړنو بل اړخ و. د ښځو د لاریونونو پرمهال، طالبانو د اطلاعاتو روز ورځپاڼې څو تنه خبریالان سخت ووهل.
د چارسمبالي حکومت اعلان
د نظام له سقوط او د هېواد له بشپړ نیولو څو اوونۍ وورسته، طالبانو خپله سرپرسته کابینه جوړه کړه چې ټول غړي یې مولویان او ۹۹ سلنه یې د یوه قوم وو. د طالبانو دا کار د ننه په هېواد، سیمه او نړۍ له سختو اعتراضونو سره مخ شو او تراوسه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ یو شرط، د افغانستان د ټولو قومونو، ښځو او نورو ټولنیزو ډلو په ګډون د یوه ملي ټول ګډونه حکومت جوړول دي، چې طالبانو تراوسه دا کار نه دی کړی.
د داعش د خراسان څانګې د عملیاتو پيل
د مخکیني نظام د سقوط په لومړیو ورځو کې، د طالبانو په اند هرڅه پای ته ورسېدل. دوی فکر کاوه چې نور کومه مزاحمه ډله نشته. خو د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو اوونیو کې ، داعش د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې د خلکو په منځ کې مرګونی برید وکړ. طالبانو د هغې په غبرګون کې وویل چې دا برید د امریکایي ځواکونو د واکمنۍ په سیمه کې شوی دی. طالبانو همداراز د هغه برید په غبرګون کې اعلان وکړ چې نور به په افغانستان کې دا ډول بریدونه نه کېږي او داعش د دوی د ننګولو وړتیا نه لري. خو په تېرو څو میاشتو کې، داعش ډلې پر جوماتونو او د خلکو پر لارو څو خونړي بریدونه ترسره کړل. په کندهار او کندز کې د شیعه وګړو پر جوماتونو برید ترټولو مرګني بریدونه وو. ددغو بریدونو ترڅنګ، بې شمېره ترورونه، انسان تښتوونې، د واټونو ترڅنګ د مینونو چاودنې او دا ډول نورې پېښې کابو هره اوونۍ د افغانستان له وزګارو او بې وزله وګړو قرباني اخلي.
د آزادۍ، کار او ډوډۍ له لاسه وتل
د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو د واکمنېدو تر ټولو بدې پایلې، لوږه، بې وزلي، تېښته او کډوالي او د افغانانو ناڅرګند راتلونکی دی. د هېواد یو شمېر نویو او لوستي نسلونو هېواد پرېښود. زیات شمېر چاپي، تصویري او غږیزې رسنۍ وتړل شوې او پاتې نورې هم له هېواده د وتلو لپاره د معقولې لارې په لټه کې دي. طالبانو اوس د رسنیو لپاره نوې کړنلاره اعلان کړې او په فلمونو او هنري خپرونو کې یې د ښځو ګډون منعه کړی دی. د طالبانو له واکمنېدو وروسته، لوېدیځو هېوادونو افغانستان ته شا کړه او خپلې مرستې یې چې د هېواد اقتصادي بهیر پرې روان و، ودرولې. اوس افغانستان په بشپړه سیاسي او اقتصادي انزوا او ګوښه توب کې قرار لري. طالبان ددې وس نه لري چې له کورنیو عواید دولتي او د هېواد نورې چارې پرمخ بوځي. له همدې امله، له واکمنېدو وروسته د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړي چې د ډېری ژوند په همدې عوایدو پورې تړلی دی. بې وزلۍ او ناهیلۍ د خلکو پر ژوند سیوری غوړولی او کومه هیله مندي نه لیدل کېږي. د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو سلو ورځو کې، خلکو آزادي، ډوډۍ او کار له لاسه ورکړي دي. افغانستان له بې مخینې بې وزلۍ، لوږې او قحطۍ سره مخ شوی دی.