۸صبح، غزني: په غزني، روزګان، کندهار او هلمند کې وروستیو بارانونو او سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.
په غزني کې طبیعي پېښو ته د چمتوالي ریاست پنجشنبه د وري پر ۳۰مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو له کبله یو سړی مړ شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله، وروښتنو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۸ کورونه هم ویجاړ کړي دي.
اخوا، په روزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له کبله د کندهار – روزګان سړک تړل شوی دی. دغه راز، نوموړي ریاست زیاته کړې چې سېلاب یو بوډا وړی او مړی یې ورک دی.
ورته مهال، د روزګان مرکز ترینکوټ کې نن د یوې کوټې چت پرېوتو په پېښه کې بیا یو سړی مړ شوی او بل ژوبل دی.
په کندهار کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې سېلاب نن غرمه د سپین بولدک ولسوالۍ په لقمان سیمه کې د یو ماشوم مړی راوړی و.
د سرچینو په خبره، د دغه ماشوم مړی د ولسوالۍ کلینک ته وړل شوی او تراوسه یې د خپلو خپلوانو درک نه شته.
بل لور، په هلمند کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې سېلابونو یو زر او ۴۰۲ تختې سولر له منځه وړي دي. د هغوی په خبره، سېلابونو او بارانونو بیا د دغه ولایت کروندګرو ته څه باندې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.
تازه د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې تېز بارانونه وورېږي او د سېلابونو راوتلو لامل شي.